د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د یو شمیر چینايې سوداګرو او پانګه والو سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د هېواد یو شمیر سوداګرو د چینايې پانګه اچوونکو سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو په پراختیا او ګډو پانګه اچوونو خبرې اترې وکړی.
 
ښاغلي مهمند چینایي سوداګرو او پانګوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د سوداګریزو اړیکو په پراختیا، همکاریو، ګډو سوداګریزو فعالیتونو او ګډو پانګه اچوونو، او په افغانستان کې د پانګه اچوونې په شتو فرصتونو په ځانګړي ډول د سپین بولک او تورخم په بندرونو کې خبرې وکړې. د دواړو هیوادونو تر منځ د وارداتو او صادراتو د یادونې ترځنګ يې چینایي پانګه اچوونکي په افغانستان کې پانګه اچوونې ته وهڅول.
 
ښاغلي الکوزي د افغان سوداګرو ستونزې په ځانګړي ډول د چینايي ویزو د ورکړې موضوع په اړه یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د چین حکومت باید د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د ویزو صادرول اسانه کړي.
 
چینایي سوداګرو وویل چې که چیرې افغان حکومت چینايي سوداګرو او پانګوالو ته د پانګونې اسانتیاوې برابرې کړي، دوی تیار دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.