د هرات ولایت اوبلن ګاز واردوونکو شرکتونو کې د اور لګیدنې له امله، خصوصي سکتور ته ډیر مالي زیانونه اوښتي دي

د هرات ښار په کمرکلاغ سیمه کې د اوبلن ګاز واردوونکو شرکتونو ودانیو کې، د شنبه په ورځ ۷:۳۰ بجې د اورلګیدنې له امله، خصوصي سکتور ته ډیر مالي زیانونه واوښتل.  

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه غړو، په داسې حال کې چې پیښې ته ورغلي او د اور لګیدنې د لاملونو په اړه یې څیړنه کوله، د زیان کچه یې هم له نږدې و څارله.

دوی وايي: "دا ډول پیښې په سوداګرو او د هیواد په خصوصي سکتور باندې ډیرې منفي اغیزې لري، او تر دې دمه لا د اسلام قلعه بندر پیښې ناوړه اغیز راکم شوی نه دی چې دا زړه بوګنوونکي پیښه رامنځته شوه."

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د اور وژنې د مخنیوي لپاره د دغه ولایت د اور وژنې ډیپارټمنټ د هڅو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د دوی زړورتیا د اور د خپریدو مخه نیولې ده.