د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال د هندوستان لپاره د افغانستان سفیر سره د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې وکړی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د عامل پلاوي اداري او مالي مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د اتاق د نړیوالو اړیکو مسؤل، د کندهار اتاق مشرتابه او د تازه میوو سوداګرو د هندوستان لپاره د افغانستان سفیر ښاغلي فرید ماموندزي سره د آنلاین لیدنې په ترڅ کې د هندوستان سره په سوداګریز بهیر او ټرانزيټ کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې وکړی.
 
ښاغلي مهمند د هندوستان لپاره د افغانستان سفیر د هڅو ستایلو ترڅنګ، وویل " اوس هم د ترانزیت او سوداګرۍ ننګونې، د سوداګریزو توکو د ارزونې لپاره د سکینرونو نشتوالی، د مالي خدماتو نشتوالی او د افغان سوداګرو او هندي سوداګرو ترمینځ د شخړو په هوارولو خدمتونو نه شتون هغه ستونزې دي چې افغان سوداګر ورسره لاس او ګریوان دي او دی ستونزو ته د پای ټکي کیښودلو په برخه کې باید کوټلي ګامونه پورته کړی شي."
 
ښاغلي میرویس هوتک وویل چې افغان سوداګر اوس هم د ویزو په ترلاسه کولو کې د یو لړ ستونزو سره مخ دي او هیله يې څرګنده کړه چې په هندوستان کې افغان سفارت به یادې ستونزې ته د حل لارې ولټوي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه هم د واګا او چابهار په بندرونو کې د دوی ستونزو په اړه خبرې وکړې او د پولي خدمتونو او سکنرونو نشتوالی یې خورا جدي ستونزې وګڼلې او د دې ستونزې د حل غوښتنه یې وکړه.
 
ښاغلي ماموندزي د یادو ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې د ژمنې کولو ترڅنګ، زیاته کړه "موږ هڅه کوو چې یو خصوصي بانک په هندوستان کې د یوې څانګې پرانستلو ته وهڅوو، ترڅو د پولي خدماتو ستونزه حل شي او بله دا چې د سکنرونو په برخه کې مو د واګه بندر له یو شمیر مسؤلو ادارو سره خبرې کړي دي او په نږدي راتلونکی کې به دا ستونزه هم حل شي."
 
د غونډې په پای کې، افغان سفیر د سوداګرۍ او پانګونې له اتاق څخه وغوښتل چې د هغو سوداګرو نوملړ چې د هندوستان سره سوداګریزې راکړی ورکړی کوي، د هندوستان لپاره د افغان سفارت سره شریکې کړي.