د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان لپاره د ترکيې له سفیر سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د اتاق د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ضیاءالدین اچکزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د کابل ولایتي اتاق د مدیره پلاوي غړیو د افغانستان لپاره د ترکيې له سفیر ښاغلي اوزهان آرطغرل سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په غښتلتیا او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړی.
 
ښاغلي مهمند د ترکيې سفیر ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، زیاته کړه " دواړه هیوادونه د شاه امان الله خان د واکمنۍ دمخه هم د دوستۍ ، ورورولۍ او همکارۍ اړیکې درلودې او دا ځل دوی د افغانستان لپاره د سولې د پروسې هرکلی کوي او غواړي چې افغانانو ته د سولې راوستو کې مرسته وکړي."
 
نوموړي د ترکیې سفیر ته هغه ننګونې تشریح کړې چې د ترکیې سره د سوداګرۍ په برخه کې يې افغان سوداګر لري چې د ښې سوداګرۍ په وړاندی خنډ ګرځي او په دی برخه کې یې د دوی د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي عطايې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو په اړه د خبرو ترڅنګ وویل چې داسې زمینه باید برابره کړی شي چې افغان متشبثین وکولی شي په اسانۍ سره د خپلو ترکي ورونو سره سوداګري وکړي. هغه د ویزې ستونزو حلولو سربیره، د ترکیې او افغانستان د بیلابیلو اقتصادي سکتورونو څخه سوداګریزو کنفرانسونو، ګډو نندارتونونو د په لاره اچولو او ګډو همکاریو غوښتنه وکړه او د دواړو هیوادونو ترمنځ يې د سوداګرۍ ګډ اتاق رامینځته کولو باندې ټینګار وکړ.
 
ښاغلي خان محمد سرفراز باز د افغانانو او ترکانو تر منځ د اوږدمهاله سوداګریزو لیوالتیاوو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د افغانستان بازارونه د ترکي محصولاتو لپاره مناسب دي. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې ترکیه کولی شي چې خپل محصولات په افغانستان کې د نورو هېوادونو د محصولاتو ځای ناستي کړي ځکه چې افغانستان یو مصرفي هېواد دی.
 
ښاغلي اوزهان آرطغرل وویل چې په بیلابیلو برخو کې ځینې ستونزې شتون لري لکه د ویزې صادرولو ستونزه چې یوه تخنیکي ستونزه ده او موږ هڅه کوو چې دا ستونزې د ترکیې د موجوده قوانینو او طرزالعملونو سره سم حل کړو.
 
نوموړي د افغان سولې پروسې څخه د ملاتړ او د سوداګرو ستونزو ته د حل لارو پیداکولو په برخه کې وویل"آنلاین او د مخامخ لیدنې کانفرانسونه به ډیر ژر په لاره واچول شي ترڅو افغان پانګه وال او سوداګر وکولی شي د دوی د سوداګریزو ستونزو په اړه بحث وکړي."
 
ښاغلي طغرل د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ویزې ترلاسه کولو لپاره د خصوصي سکتور غړو معرفي کولو لپاره معتبره سرچینه وبلله او وی ویل چې د اتاق د نړیوالو اړیکو شعبې سره په یوه ګډ میکانیزم باندی کار کوي، ترڅو سوداګر وکولی شي په آسانې ویزې ترلاسه او ویزې يې بیا رد نه شي.
 
د ترکیې سفیر ښاغلي طغرل یادونه وکړه چې د افغانستان او ترکیې د حکومتونو ترمینځ د اقتصادي همکاریو لپاره یو ګډ کمیسیون به ژر تر ژره رامینځته شي ترڅو د اقتصادي همکاریو د پراخولو او شته ستونزو د حل لپاره کار وکړي.