د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه او د موټر چلوونکو اتحاديې یو شمیر مسؤلینو د جمهوري ریاست د دفتر عمومي رئیس سره لیده کاته وکړه

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه او د موټر چلونکو اتحادیې یو شمیر مسؤلینو، د سوداګرۍ او صنعت وزیر نثار احمد غوریاني او د پارلمان یو شمیر غړو د جمهوري ریاست د د فتر له عمومي رئیس ښاغلي شاکر کارګر سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګرو او پانګه والو د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړی.  

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد لطیف قناویزیان د هرات بندرونو کې د سوداګرو ستونزو په اړه د تفصیلي خبرو وروسته زیاته کړه " که څه هم ملیونونه ډالر ملي شتمني د اسلام قلعه بندر وسوځیده خو ستونزې لاهم د پخوا په شان دي او هیڅ بدلون پکې نه دی راغلی."

د هرات ولایتي اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي احمد سعید صدیقي وویل " د ډیرو کلونو راهیسي د اسلام قلعه بندر د زیربناو جوړولو لپاره ډیری پیسې ورکړل شوي مګر تر دې دمه کوم اقدام نه دی شوی او دا مسله باید په جدي توګه تعقیب شي."

وروسته بیا د صنعت او کانونو اتاق چارواکو په صنعتي ښارګوټي کې د صنعتکارانو ستونزو په اړه تفصیلي خبرې وکړې  او د دوی خبرې د ګډونوالو د پام وړ وګرځیدې.

د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي غوریاني وویل " د خصوصي سکتور ستونزې مو ګام په ګام تعقیب کړي او ولسمشر ته مو وړاندې کړي. او بله دا چې په افغانستان کې د پانګونې یو هراړخیز پلان ته اړتیا ده چې پکې د دولت څخه د پانګوالو غوښتنه هم شامله وي."

د لیدنې په پای کې د جمهور رئیس د دفتر عمومي رئیس ښاغلي شاکر کارګر وویل چې هغه به دا ټولې ستونزې له ولسمشر سره شریکې کړي او زیاته یې کړه چې حکومت مکلف دی چې د سلام قلعه بندر د اور وژنې قربانیان معاوضه کړي.