د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د یوې آنلاین غونډې په ترڅ کې د افغان زعفرانو په زیاتوالي خبرې وکړی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې د هندوستان لپاره د افغان جنرال قونسل (CLDP) او د امریکا د متحده ایالاتو پراخیتايې ادارې (USAID) سره د یوې آنلاین غونډې په ترڅ کې د سوداګرۍ د کچې او د افغان زعفرانو د زیاتوالي په اړه خبرې وکړی.

په دی غونډه کې له ۸۰ څخه ډیرو هندي او افغاني شرکتونو ګډون کړی وو او د افغانستان محصولات يې د بازار موندنې په موخه نندارې ته کیښودل.

ښاغلي عطایي وویل "افغان سوداګر هڅه کوي خپل صادراتي محصولات په ځانګړي ډول زعفران د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق چې د هېواد د خصوصي سکتور یوه ملاتړې اداره ده په همکارۍ صادر کړي."
نوموړي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د پانګونې او سوداګرۍ وده په سیمه کې د افغانستان د سوداګریزو ملګرو ترمینځ ښې اړیکې تامینوي او په دې برخه کې یې د لا نورو همکاریو غوښتنه وکړه.

هغو شرکتونو چې په دی غونډه کې يې ګډون درلود، خپل زعفران نندارې ته کیښودل او هیله يې څرګنده يې کړه چې افغان زعفرانو ته به یو ښه بازار پیداکړی شي.

ددی غونډې د په لاره اچوونکو، په ځانګړی توګه سوداګرو د افغان زعفرانو د صادراتو په برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي عطايې د سوداګریزو توکو په ځانګړی توګه د افغان زعفرانو د صادرولو په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.