د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په مرکزي دفتر کې د ماليې وزارت د عوایدو د ریاست له لوري پر زیاتي ارزښت د ماليې قانون د پوهاوي پروګرام په لاره واچول شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د ماليې وزارت د عوایدو عمومي رئیس ښاغلي نصرالله دراني، د واردوونکو اتحادیو رئیسانو، سوداګرو او د خصوصي سکتور غړیو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په مرکزي دفتر کې پر زیاتي ارزښت د ماليې قانون (Value-added tax) د پوهاوي پروګرام په لاره واچاوه.

ښاغلي عطايې د عوایدو عمومي ریاست مسؤلینو او ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ زیاته کړه. "په زیاتي ارزښت د ماليې قانون په افغانستان کې یوه بشپړه نوې پدیده ده چې د دولت لخوا تصویب شوې او د مالیې وزارت معتبر وزارت دغه برنامه پلي کوي او مالیه ورکونکي مکلف دي چې دا تادیه کړي. هغه زیاته کړه چې قانون د پلي کیدو په برخه کې د یو شمیر ننګونو له امله وځنډول شو او اړینه ده چې د خصوصي سکتور ته يې د ارزښت پوهولو وروسته د عملي کولو ګامونه پورته کړی شي.  


ښاغلي عطايې د خپلو خبرو په دوام کې وویل"اتاق تل تمه لري چې نوې مسلې چې د خصوصي سکتور په فعالیتونو پورې اړه لري او پلي کیدو ته اړتیا لري، باید د دقیقو تدابیرو سره ملي وِي ترڅو د تطبیق په برخه کې ننګونو سره مخ نشي. هغه د دې برنامې له ګډونوالو وغوښتل چې د خپل فعاله برخه اخیستنې سره د دې پریزنټشن په شمول مسلو څخه بشپړه ګټه پورته او خپلې پوښتنې او اندیښنې په دقت سره بیان  کړي.

ښاغلي نصرالله دراني د دې پروګرام د کوربه توب په تړاو د اتاق څخه څخه مننه وکړه او پر زیاتي ارزښت د ماليې قانون پلي کولو هدف یې د اقتصادي ځان بسیاینې په لور یو ګام وباله، کوم چې حکومت څلور کاله دمخه نافذ کړی و، مګر د ځینو دلایلو او ستونزو له امله پلی نه کړی شو.


نوموړي زیاته کړه " په ۱۴۰۱ کال کې د ټاکل شوي معیارونو سره سم به د ارزښت په اساس ماليې قانون د هغو شرکتونو له خوا پلی شي چې د روان لمریز کال په جریان کې به په مرکز او د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې په الکترونیکي ډول ثبت شي.

وروسته بیا د ماليې وزارت د زیاتي ارزښت مدیر ښاغلي محمد حامد وردګ ګډونوالو ته د عوایدو د عمومي ریاست له خوا ترتیب شوی پریزنټیشن وړاندی او سوداګرو او د خصوصي سکتور غړیو خپل نظرونه او پوښتنې مطرح کړی.