د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د ماليې وزارت له سرپرست وزیر سره ولیدل ‏

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند، ‏د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي ‏شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ضیاءالدین اچکزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده او د ‏هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګه اچوونکو د ماليې وزارت سرپرست وزیر ښاغلي محمد خالد پاینده او د ‏ګمرکونو له مرستیالې آغلې آمنه احمدي سره د لیدنې په ترڅ کې د خصوصي سکتور د ستونزو په اړه ‏خبرې اترې وکړی. ‏

ښاغلي مهمند د کارول شوو پرزو واردوونکو سوداګرو او په کارول شوو پرزو د لوړې تعرفې، د کاغذ ‏واردولو لوړې تعرفې او کام ایر هوايې شرکت ته د نړۍ مختلفو برخو ته د سوداګریزو توکو د انتقال به ‏بدل کې پیسې نه ورکولو ستونزې یادې او د مالیې وزارت څخه يې د یادو ستونزو د له منځه وړلو غوښتنه ‏وکړه. ‏

د کارول شوو پرزو او شته فساد په اړه وینا کې ښاغلي محمد خالد پاینده زیاته کړه چې موږ غواړو ‏ریښتیني سوداګر د کمیسارانو څخه جلا کړو او د اتاق په همکارۍ، زه غواړم د سوداګرو ستونزو ته ‏رسیدګي وکړم. هغه ټینګار وکړ چې د مالیې وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ خبرو کې باید د هیواد د ‏سوداګرو ستونزو ته رسیدګي وشي.‏
ښاغلي پاینده د هوايې شرکتونو د ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې ژمنه وکړه چې نوموړی به د ‏اړونده دولتي ادارو سره په یوه ځانګړې ناسته کې د یادې ستونزې حل لارې ولټوي. ‏

ښاغلي خان محمد سرفراز باز په نظام کې د فاسدو عناصرو شتون په ځانګړي ډول ګمرکونو یادونه وکړه، ‏کوم چې د حکومت او سوداګرو تر منځ واټن رامینځته کوي. هغه زیاته کړه چې موږ د سوداګریزو توکو ‏او ګمرکي تعرفو کې د روڼتیا غوښتونکي یو او پدې برخه کې موږ د مالیې وزارت او د ګمرکونو معینیت ‏سره همکارۍ ته چمتو یو. ‏

ښاغلي شفیق الله عطایي د هیواد د سوداګرو د ستونزو د حل په خاطر د خصوصي – سکتور او حکومت  د ‏خبرو اترو څخه ملاتړ وکړ او ډاډ یې ورکړ چې په دې برخه کې د هر ډول همکارۍ لپاره چمتو دی. هغه ‏د هوایی دهلیز له لارې صادرولو کې د حکومت او خصوصي سکتور لاسته راوړنې په ګوته کړې  او ‏هغه ستونزې چې د کام ایر هوايې شرکت، آریانا ، ترکش او سپیس ګیټ په ګډون ځینې هوایي شرکتونو ته ‏په وروستيو میاشتو کې د سبسایډونو نه ورکړې له امله رامینځته شوي دي د ماليې وزارت څخه يې د له ‏منځه وړلو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. ‏

ښاغلي شیرین اغا سخي د هیواد په ګمرکونو کې د قانون مساوي پلي کول مهم وبلل او د مالیاتو او دولتي ‏عوایدو د ورکړې پروسې د اسانولو غوښتنه یې وکړه. هغه د قانون پلي کولو کې د سوداګرو او پانګوالو ‏تر منځ د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.‏

بیا ځینې کاغذ واردوونکو د کاغذ پر وارداتو د لوړې تعرفې د۲۰ سلنه ډیروالي په اړه اندیښنه څرګنده ‏کړه، او ټینګار وکړ چې دا د تولید شرکت لخوا د تولید انحصار، په بازار کې د کاغذونو کمښت او لوړې ‏بیې سبب ګرځي. ‏

آغلې آمنې احمدي وویل چې د کاغذ پر ګمرکي تعرفو زیاتوالې د تعرفې د تعیین کمیټې لخوا چې د ‏افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هم ددی کمېټې غړیتوب لري په نظر کې نیول کیږي چې بیا ‏وروسته د حکومت مشرتابه لخوا تصویب کیږي.‏