د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس د افغان – امریکا ګډ سوداګریز اتاق د مدیره پلاوي له رئیس سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې د افغان – امریکا سوداګریز اتاق د مدیره پلاوي له رئیس ښاغلي سلیمان لطفي سره د افغان – امریکا (AACC) په دفتر کې د لیدنې په ترڅ کې د افغان – امریکا او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د کلني ګډ کنفرانس د دایریدو په اړه خبرې اترې وکړی.
 
په دې کتنه کې ښاغلي عطایي د دواړو خواو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په هکله خوشبیني څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د دغه هیواد بازارونو ته باید د افغانستان د سوداګریزو محصولاتو د د صادرولو په برخه کې لازمې هڅې وشي. ښاغلي عطایي وویل چې د افغان – امریکا ګډې سوداګرۍ اتاق سره په همغږۍ د افغاني محصولاتو د صادراتو لپاره د یوه دهليز د رامینځته کولو هڅې روانې دي او افغان سوداګر به وهڅوي چې خپل تولیدات په نړیوالو معیارونو برابر او نوموړي هېواد ته يې صادر کړي.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د افغان – امریکا ګډې سوداګرۍ خونې ترمنځ نږدې همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ، ښاغلي لوطفي وویل چې هڅې روانې دي ترڅو د سږکال تر سپټمبر پورې په متحده ایالاتو کې د افغان - امریکا د سوداګریز تواصل کنفرانس ناسته ترسره کړي.
 
ښاغلي لوطفي زیاته کړه چې دغه ناسته به په نږدې راتلونکي کې په متحده ایالاتو کې جوړه او امریکايي سوداګر به وهڅوي چې د افغانستان له تجارتي محصولاتو کار واخلي او په دغه هیواد کې ښه بازار پیدا کړي.
هغه ټینګار وکړ چې افغان سوداګر باید په پوره چمتووالي سره غونډې ته حاضر شي او د نړیوالې سوداګرۍ معیارونه په پام کې ونیسي ترڅو افغانستان وکولی شي په متحده ایالاتو کې د خپلو صادراتو لپاره ښه بازار ومومي.
 
د غونډې په پای کې، پریکړه وشوه چې د افغان – امریکا ګډ اتاق سره په همغږۍ کې، هغه سوداګر چې د متحده ایالاتو سره سوداګرۍ کولو ته لیواله دي باید مشوره وشي چې خپلو سوداګریزو توکو ته بازار موندلو او سوداګریزو اړیکو رامینځته کولو لپاره په بشپړ چمتو وي. ترڅو د امریکايې سوداګرو ډاډ ترلاسه او د نوموړي هېواد سره خپلې سوداګریزې اړیکې لا ډیرې پراخه کړي.