د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال د افغانستان لپاره د ترکيې له سفیر سره ولیدل‎ ‎

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهند د افغانستان لپاره د ‏ترکيې له سفیر ښاغلي اوزهان آرتغرل د لیدنې په ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو پراختیا، افغان سوداګرو ستونزو او ګډو ‏همکاریو په اړه خبرې اترې وکړی‎.‎
 
په دی لیدنه کې ښاغلي مهمند د ترکيې سفارت د بلل کیدو په تړاو مننه وکړه او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، په ځانګړي ‏توګه د هوايې دهلیزونو موضوع او ترکیې او اروپا ته د ترکیې له لارې د افغان محصولاتو صادرونې او همدارنګه د ‏تعلیم او پوهنتونونو په برخه کې د لازمې همغږۍ او آسانیتاوو د رامنځته کولو په تړاو د نوموړي سفارت د همکارۍ ‏غوښتنه وکړه. سربیره پردی هغه په خوست، پکتیا، پکتیکا او لوی ننګرهار ولایتونو کې د ویزو اخیستو ستونزې هم ذکر ‏کړې او د ترکیې له سفارت څخه یې وغوښتل چې په دې ولایتونو کې قونسلګري خدمات وړاندې کړي‎.‎
 
د افغانستان لپاره د ترکیې سفیر ښاغلي آرتغرل د افغانستان او ترکیې تر منځ تاریخي او اوږدمهاله اړیکې په یادولو سره د ‏دواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او د ښاغلي مومند د وړاندیزونو او افغان ‏سوداګرو ستونزو ته د حل لارو پیداکولو په برخه کې يې د خپلو هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.‏