د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د ټاکنو د خپلواک کمیسیو نوي مدیره پلاوي سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، په ولسي جرګه کې د فاریاب ولایت استازي ښاغلي ‏محمد رسول فاریابي د ټاکنو د خپلواک کمیسیو نوي رئیس ښاغلي اورنګ زیب، نوي مرستیال ښاغلي مولانا عبدالله، او د نوموړي ‏کمیسیون د نوي منشي ښاغلي مسافر سره د ټاکنو په کمیسیون کې ولیدل. ‏
 
لومړی د کمیسیون کاري پلانونه او د راتلونکو ټاکنو لپاره د عملیاتي پروسې اصلاحي تدابیر د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ښاغلي رئیس ‏له خوا ښاغلي احمديار او ښاغلي فارابي ته بیان کړی شول او دوی يې هر کل وکړ. په ځانګړي ډول د بایومیټریک وسیلو په کارولو ‏او د بریښنایی پېژند پاڼو باندې د ډیر څه تاکید، او همدارنګه په سیسټم کې د رای ورکوونکو لیست تعدیل او د رای ورکوونکو نومونو ‏لیکل یوه هغه موضوع وه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ورته لیوالتیا څرګنده کړه. ‏
 
بیا ښاغلي توکل احمدیار ښاغلي اورنګزیب او ښاغلي عبدالله ته د نوو دندو مبارکۍ ویلو تر څنګ هغوی ته د هغوی د برنامو او ‏پروګرامونو په تړاو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پوره همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
 
ورپسې په ولسي جرګه کې د فاریاب ولایت استازي محمد رسول فاریابي د کمیسیون د مشرتابه نوي پلانونه او نوښتونه تایید او وستایل ‏او ژمنه یې وکړه چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ټول نوي پلانونه او نوښتونه به د ولسي جرګې له غړو سره شریک کړي.‏