د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال په کابل کې د چین سفارت له سوداګریز پلاوي سره وکتل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په کابل کې د چین د جمهوریت د تجارتي پلاوي رئیس ښاغلي وانګ سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او په چین کې د افغان سوداګرو ستونزو په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د چین هېواد څخه د کرونا او نورو بشري مرستو په تړاو چې د افغانستان سره يې کړي دي د مننې تر څنګ، ددغه هېواد د سفارت له چارواکو څخه وغوښتل چې افغان سوداګرو ته د چین هېواد د ویزه په اخستلو کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي. نوموړي وړاندیز وکړ چې په افغانستان کې د چین سفارت د جلغوزې سربیره، د نورو افغاني محصولاتو په ځانګړي توګه وچې میوې او درملیزو نباتاتو صادرونې ته لار هواره کړي.
 
په چین کې میشته افغان سوداګرو ته د ویزو د صادرولو او نورو افغاني صادراتو د ستونزې په اړه ، ښاغلي وانګ وویل: د چین سفارت د افغان سوداګرو لپاره د چینایي ویزو ترلاسه کولو لپاره یوه پروسه چمتو کړې چې سوداګر کولی شي د دې پروسې له مخې خپله فورمه ډکه او ویزه ترلاسه کړي.