د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق اجرائیه کمېټې څوارلسمه ناسته وشوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار تر ریاست لاندی او د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیرسید جاوید برهان، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې په ګډون د اتاق د اجرائیه کمېټې څوارلسمه ناسته د مدیره پلاوي په کاري دفتر کې ترسره شوه.

په دی ناسته کې د اجنډا شاملې موضوعګانې د ښاغلي باز له لوري ګډونوالو ته وړاندې شوې او د اتاق د تشکیل، بودیجې، د بدخشان ولایتي اتاق ځمکې، د اتاقونو قانون او د اتاق د شته ستونزو او نورو وړاندیزونو په اړه د تفصیلي بحث څخه وروسته لازمې پریکړې ونیول شوی.