د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګریزو تړونونو د بنسټونو تر عنوان لاندی یو ورکشاپ په لاره واچوه

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هرات پوهنتون په همکارۍ د سوداګریزو تړونونو د بنسټونو تر عنوان لاندی یو ورکشاپ د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي غړیو، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو اتاق، د زراعتي او مالداري محصولاتو اتاق، یو شمیر سوداګرو او د خصوصي سکتور غړیو په ګډون په لاره واچوه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د هرات ولایتي اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي جان آقا صادقي وویل چې د ډول پروګرامونه خورا ښې اغیزې لري او کولی شي چې د مالي زیانونو مخه ونیسي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق اجرائیه آمر ښاغلي محمد رفیع رحماني  میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو پرمهال د دې برنامې پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې په اوسني وضعیت کې د سوداګريز تړون لاسلیک کول  سوداګرۍ او سوداګرو ته یوه بېړنۍ اړتیا ده او پانګه اچوونکي باید د تړون له بنسټیزو موضوعاتو مالومات ولري.

د هرات پوهنتون استاد ښاغلي حفیظ الله صدیقي وویل: "کله چې حقوقي قواعد د سوداګریزو او اقتصادي قواعدو سره یو ځای پلي شي او د دواړو ترمینځ اړیکې رامینځته شي نو د سوداګریز تړون کولو پر مهال سوداګر ته لږ زیان رسیږي یا د ټول زیان مخه نیول کیږي.  

د هرات پوهنتون استاد ښاغلي عبدالصبور متین وویل "ّپه حقوقي مشورو ولاړ تړون د پانګې د بیرته راستنیدو، د سوداګریزو فعالیتونو د زیاتوالي او ثبات سبب ګرځي."