د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د حکومت دغه پریکړه چې آسټرالیايې شرکت فورتسکیو سره يې د افغانستان د معدنونو د څیړنې او سروی تړون کړی او د هېواد په لویو لارو کې شته امنیتي ستونزې وغندلې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د خصوصي سکتور یو شمیر مختلفو اتحادیو او انجمنونو آسټرالیايې شرکت فورتسکیو ته د افغانستان د معدنونو د څیړنې او سروې ورکول، د هېواد په لوی لارو کې امنیتي ننګونې او په ملي ناستو کې د خصوصي سکتور د استازیو نه ګډون وغنده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطایی معدنونه د هیواد ترټولو مهمه او ستراتیژیک سرچینه وبلله او د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د فورتیسکیو شرکت له خوا د معدنونو د څیړنې او سروی تړون يې وغنده او زیاته يې کړه چې دی کار د هېواد پانګه اچوونکو روحيې ته ډیره زیاته ضربه وارده کړی ده. هغه زیاته کړه چې د افغانستان خصوصي سکتور غړي د فورټسکو فیوچر سره د تړون شرایطو په اړه نور وضاحت غواړي، د شرکت تعقیب ریکارډ، د یاد تړون منصفانه کول، د اړوندو ارګانونو تصویب، د چاپیریال پلان سره موافقت، محلي احکام، د ټولنیز پرمختګ پلان او نور موضوعات چې د افغانستان د کانونو قانون کې ذکر شوي د دې شرکت لخوا چمتو شوي.

ښاغلي عطايې زیاته کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد ترټولو پخوانۍ اداره ده، چې د هېواد په اقتصادي او سوداګریزې ودې او پراختیا کې يې ارزښتناک خدمات وړاندې کړي دي او د خصوصي سکتور غړیو، اتحادیو، کوپراتیفونو او د خصوصي سکتور یو شمیر غړیو استازیتوب کوي. خو له بده مرغه په ډیرو اړینو موضوعاتو لکه د افغانستان د سولې مذاکراتو کې ورته ځانګړی ځای نه دی ورکړل شوی.

د ځمکني ټرانسپورټ رئیس ښاغلي طلا محمد اتمانزي وویل چې د ځمکني ټرانسپورټ له جدي ستونزو څخه یوه هم د عامه ګټو وزارت په تلو کې شته فساد دی. دغه تناژونه یا تلې په هر ټریلر کې ۱۵۰ ټنو څخه زیاته وزن بی له محصول کولو د هېواد په غرب کې بار کیږي او په نورو تلو کې د بډو په ورکولو سره پریښودل کیږي چې د سرکونو د تخریت سبب ګرځي. نوموړي ددی ستونزې د له منځه وړلو په برخه کې د ځمکني ټرانسپورټ د نوې لایحې تطبیقول اړین وبلل.
ښاغلي اتمانزي په لویو لارو په ځانګړي ډول د زابل په نورک پوسته کې د دولتي ټوپکوالو لخوا په غیرقانوني پیسې اخیستنې او همدارنګه د کابل ښار د لویې لارې ترافیکو او دروازو باندې غیر قانوني اخیستنې سختې نیوکې وکړې او زیاته یې کړه که حکومت د دوی د ستونزو د حل لپاره اقدام ونه کړي، د ځمکني ټرانسپورټ د همغږۍ شورا غړي به په مدني حرکتونو پیل وکړي.