د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس د افغانستان د قیمتي ډبرو سوداګرو د اتحادیې د رئیس سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې د افغانستان د قیمتي ډبرو سوداګرو د اتحادیې د رئیس ښاغلي عزیز بیک سره د لیدنې په ترڅ کې د قیمتي ډبرو د صادرولو د طرحې د عملي کولو په برخه کې د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړی.

ښاغلي عزیزبیک د هغه ستونزو یادونه وکړه چې د هیواد د قیمتي ډبرو صادراتو په لاره کې شتون لري او زیاته یې کړه چې د قیمتي ډبرو د صادراتو طرزالعمل درې ځله نهایی شوی دی خو د جزا د ۷۸۷ کوډ له امله بیا لغوه شو. نوموړي زیاته کړه چې د قیمتي ډبرو صادراتو پروړاندې یوه لویه ننګونه د هیواد د معدنونو اسخراج په برخه کې د قانوني تړون نه شتون دی وه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه يې وغوښتل د حکومت د اړونده ادارو سره په همغږۍ کې دی ستونزی ته د حل لارې چارې ولټوي.

ښاغلي عطايې وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د معدنونو د معیاري او فني استخراج او د قانوني صادراتو څخه يې ملاتړ کوي.
ښاغلي عطايې د هېواد د معدنونو د څیړنې او اسخراج تړون په اړه چې د آسترالیا هېواد د فورتسکیو کمپنۍ ته ورکړل شوی خپله اندیښنه څرګنده او زیاته یې کړه چې دا کار د هېواد په کورنيو پانګه اچوونو او د بهرنیو پانګو اچوونو په جلبولو خورا ناوړه اغیزې لري.

ښاغلي عطایي زیاته کړه "اطاق هڅه کوي چې د قیمتي ډبرو د صادرولو ستونزو د حل کولو لپاره د دې سکټور له ټولو برخو سره په موافقه مناسبه حل لاره ومومي.