د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د هندوستان لپاره د افغان سفیر او سوداګریز پلاوي سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړیو هر یو خان جان الکوزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې د هندوستان لپاره د افغانستان سفیر ښاغلي فرید ماموندزي سره د آنلاین غونډې په ترڅ کې په هندوستان کې د سوداګریزو فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې اترې وکړی.
 
ښاغلي احمدیار ښاغلي ماموندزي ته د هندوستان لپاره د افغان سفیر په توګه د هغه د ګمارنې مبارکي وویله او د هندوستان سره د سوداګریزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
 
ښاغلي مهمند وویل چې افغان سوداګر د هندوستان د ویزې اخستلو او هندوستان ته د صادراتو په برخه کې د یو لړ ستونزو سره مخامخ دي او باید د دواړو حکومتونو د اړونده ادارو سره په همغږۍ ورته د پای ټکې کیښودل شي.
 
ښاغلي عطايې د واګه په بندر کې د افغان سوداګرو د ستونزو یادولو تر څنګ، هیله څرګنده کړه چې په واګه او چابهار بندرونو کې به د افغان سوداګرو ته د پای ټکې کیښودل شي او لازمې آسانتیاوې به رامنځته کړی شي.
 
ښاغلي باز ډاډ ورکړ چې اتاق د هېواد د سوداګریزې ټولنې سره یوځای د ګډې همکارۍ په پایله کې په هندوستان کې د افغان سوداګرو ته د پای ټکې کیږدي.
 
ښاغلي شینوزاده د هندي درملو واردولو په برخه کې د پرتو ستونزو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، د هندوستان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د درملو واردوونکو او افغان ناروغانو ته په هندوستان کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړی.
 
ښاغلي ماموندزي وویل چې هندي پانګه اچوونکي په افغانستان کې پانګه اچوونې ته لیوال دي او ډاډ يې ورکړ چې په هندوستان کې به د افغان سوداګرو ستونزو ته د پای ټګي کیښودلو په برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي. او د اتاق څخه يې د صادراتي توکو د دقیقې شمیرې غوښتنه وکړه تر څو په رڼا کې يې پریکړې وکړي.