د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د هندوستان لپاره افغان جنرال قونسل سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار د هندوستان لپاره د افغان جنرال قونسل سلیمان کاکړ سره د لیدنې په ترڅ کې ډاډ ورکړ چې د هندي سوداګرو او پانګه اچوونکو لپاره په افغانستان کې د پانګه اچوونې لازمې آسانتیاوې شته او هندي سوداګر باید د ددی فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند وویل چې افغان سوداګر اوس هم هندوستان ته د سوداګریزو توکو د انتقال په برخه کې ستونزې لري او د نوموړي هېواد د اړونده ادارو سره په همغږۍ کې باید چې د پای ټکې ورته کیښودل شي.
 
ښاغلي مهمند زیاته کړه چې افغانستان د هندي سوداګرو او پانګه اچوونکو لپاره د پانګه اچوونې تر ټولو ښه ځای دی او دوی باید په افغانستان کې پانګه اچوونې ته وهڅول شي.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي وویل چې افغان سوداګر اوس هم د ماليې په برخه کې یو لړ ستونزې لري او بله دا چې د افغان محصولاتو د بازار موندنې په موخه باید ګډ نندارتونونه جوړ کړی شي.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله د افغانستان او هندوستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا ټینګار او په افغانستان کې د پانګه اچوونې لپاره د شتو فرصتونو او آسانتیاوو د موجودیت یاودونه وکړه.
 
د هندوستان لپاره افغان جنرال قونسل سلیمان کاکړ وویل چې زیات شمیر هندي سوداګر لیوال دي چې په افغانستان کې پانګه اچوونه وکړي. نوموړي زیاته کړه چې هندي سوداګرو ته د افغاني محصولاتو ورپیژندلو په موخه باید ګډ نندارتونونه په لار واچول شي.