د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د فکری مالکیتونو او مرکزي ثبت دفتر له رئیس سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لمړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي غړیو هر یو خانجان الکوزي او محمد ګردیزي او یو شمیر سوداګرو د صنعت وزارت د جوازونو د ثبت مرکزي دفتر له رئیس ښاغلي محمد ابراهیم شمس سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګرو او پانګه اچوونکو په شتو ستونزو خبرې اترې وکړی.
 
پدې ناسته کې، ښاغلي محمد یونس مهمند ښاغلي شمس ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د جواز ورکولو د مرکزي دفتر د نوي رئیس په توګه د ټاکل کیدو مبارکي وویله او هیله يې څرګنده يې کړه چې د ښاغلي شمس ګمارنه به د هېواد د سوداګرو او پانګه اچوونکو د ستونزو په له منځه وړلو کې خورا اړین رول ولوبوي ځکه چې ښاغلی شمس په دی برخه د شتو ستونزو څخه باخبره دی.
 
ښاغلي خانجان الکوزي د خصوصي سکتور سره د ثبت مرکزي ادارې د همیشنیو همکاریو د ستایلو ترڅنګ زیاته یې کړه چې د خصوصي سکتور ترټولو لویه ستونزه د مالیې وزارت سره د مالیاتي انډول چمتو کول دي. نوموړي د ځینو ادارو له خوا جعلي لوګو جوړولو ستونزې ته اشاره وکړه او په دې برخه کې یې د ثبت مرکزي دفتر پاملرنې غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي محمد ابراهیم شمس د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، ژمنه وکړه چې د اتاق سره د ګډې همکارۍ په پایله کې به خصوصي سکتور ته د خدماتو وړاندې کولو او د لازمو اسانتیاو برابرولو لپاره خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.