د افغانستان د لوږې د له منځه وړولو ستراتیژي د بیا کتنې ورکشاپ تر سره شوه

د افغانستان د لوږې د له منځه وړولو ستراتیژي د بیا کتنې ورکشاپ د ۱۳۹۶ کال د سنبلې میاشتي په ۱۹ مه نېټه د یک شنبې په ورځ کانټیننټل هوټل کې چې په کې ګڼ شمېر دولتي چارواکي، د خصوصي سکټور غړي، د غېري دولتي او خارجي ادارو استازي، د پوهنتون استادانو او ځوانانو ګډون درلود تر سره شوه.

په پېل کې د پخواني ولسمشر مرستیال ښاغلي امین ارسلا د ښه راغلاست تر څنګ د موضوع په اړه هر اړخیزې خبرې او د پروګرام اجنډا تشریح کړه.

وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوی لومړی مرستیال ښاغلي الحاج خانجان الکوزی د مننې تر څنګ د موضوع پر اهمیت او د خونې د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او وویل: "هغه څه چې موږ ورته ژمن یو د لوږې او سؤ تغذي له منځه وړل دي، دا زموږ افغاني، انساني او وجداني دنده ده، چې مبارزه وکړو اوشته بدبختيو ته د پای ټکی کېږدو"

ښاغلي الکوزي زیاته کړه: " موږ هڅه کوو، چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړو، که چېرته خلکو ته کار پیدا شي، د خلکو اقتصادي ستونزي حل کېږي ورسره اجتماعي وضعیت ښه کېږي، خلک پرمختګ کوي او خپل خوراک او ژوند ته متوجه کېږي. حکومت هم باید په دغه برخه کې له خصوصي سکتور سره مرسته وکړي تر څو غني شوي خواړه تولید او وارد کړو."

د سوداګرۍ او صنایعو خونې لومړی مرستیال وویل، چې موږ له څو بین المللی شرکتونو او د امریکا سفارت سره په ګډه کار کوو، څو په منظم ډول د لوږې او سوی تغذیی سر مبارزه وکړو.

ښاغلي الکوزي وویل: "موږ د غوړيو، مالګو او اوړود غني کولو لپاره د ګین ادارې سره په ګډه کار کوو، په اکثره هېوادونو کې د یادو موادو غني کول جبرې ده ولې په افغانستان کې نه ده. موږ غني شویو خوړو لپاره یوه مقرره د تېر حکومت وزیرانو شورا ته وړاندې کړی و، خو تر اوسه پورې تصویب شوې نه ده، د اوسني حکومت څخه غوښتنه کوو، چې دا مقرره زر تر زره  تصویب کړي."

ښاغلي الکوزي د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ورستیو هڅو په اړه وویل: "موږ د غني شویو خوړو لپاره یو بورد لرو، چې اتاق یې رهبري کوي او په ۱۶ ولایتونو کې د د ډوډۍ پخوونکوسره کار کوو، ۱۲ سیلوګاني لرو، کوپراتیفونه مو جوړ کړي دي، خلکو ته قرضي ورکوو، تر څو بې کارې له منځه ولاړ شي. تر اوسه پورې یو لک شپیته زره کورنیو ته مود کار زمینه برابره کړې ده.موږ د عامه پوهاي لپاره ورکشاپونه او  کنفراسونه ترسره کړي دي. موږ د انکشاف پایدار په کمیټه کې  فعاله ونډه لرو او کوم دنده چې خصوصي سکتور ته سپارل کېږي په ښه شکل تر سره کېږي."

په پای کې ښاغلي الکوزي په ګمرکونو کې د لابراتوار او منظم سیستم نه شتون، اداري فساد او مدیریتي ستونزي د بې کیفیته توکو د واردولو لامل وبلل.

د یادونې وړه ده، چې په دغه ناسته کې ښاغلي داکتر محمد مصطفی مستور د اقتصاد وزارت سرپرست، ښاغلي ارسلایی د وزارتونو د دارالانشاء عمومی رئیس، اغلي نبیله مصلح د ښځو د چارو د وزارت معینه او اغلي سیما غني د SDG2 د بیا کتني مشره هم ویناوې وکړلې.

دانلود