د ایرو پارسل کمپنۍ د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې پرانېستل شوه

د ایرو پارسل یا پستي خدمتونو لومړنۍ خصوصي کمپنۍ، چې اوس‌مهال د افغانستان په‌کچه او وروسته بیا د نړۍ پر کچه د سندونو، سمپلونو، ډالیو او نورو اړینو توکیو د لېږد-را-لېږد چارې پر مخ وړي، نن شنبه د وږي د میاشتي په ۴مه نېټه کابل کې پرانېستل شوه.

په‌دغه پرانېست‌غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي لومړی مرستیال ښاغلي الحاج خانجان الکوزي، د مدیره پلاوي غړی ښاغلي الحاج نظام الدین تاجزاده، د ولسي جرګې او خصوصي سکټور غړیو، ځوانانو او د رسنیو استازیو  ګډون درلود.

د غونډې په اوږدو کې ښاغلي الکوزي د دغې کمپنۍ له مشرتابه او کارکوونکو څخه د مننې تر څنګ وویل: «په دې حساسو شرایطو کې، چې له یوې خوا امنیتي وضعیت ښه نه‌دی او له بلې خوا ځینې کړۍ هڅه کوي، چې په افغانستان کې د پانګې‌اچوونې مخه ونیسي او بیا له نیکه‌مرغه تاسو په لویه کچه هېواد کې پانګونه کړي، د ستایلو ده او حکومت باید ټول هغه پانګه‌اچوونکي، چې نوي په افغانستان کې پانګونه کوي د مالیاتو څخه معاف او امنیت یې تامین کړي.»

ښاغلي الکوزي زیاته کړه، چې په تېرو ۱۶ کلونو کې د ۱۵ میلیاردو ډالرو په اندازه خصوصي سکټور په هېواد کې پانګونه کړي، چې ۸۰ سلنه یې په خدماتي او ساختماني برخو کې تر سره شوې‌ده. د خونې د مدیره پلاوی لومړۍ مرستیال اوسنۍ پانګوه د اهمیته ډک وباله او د اسنادونو، سوداګریزو سمپلونو، ډالیو او په کل کې د انتقالاتو لپاره یو ښه زیری او ځوانانو ته د کاري سهولتونو په برابرولو کې ډېر مهم وګنل.

ښاغلي الکوزي په دوام کې وویل: ( په داسې حال کې چې ستونزي ډېرې دي ولې بیا هم له نیکه مرغه موږ وکولای شول، چې د پنجشنبې په ورځ د ۸۰ ټنو په اندازه خپل انګور هندوستان هېواد ته د هوایي دهلیز له لارې صادر کړو.)

د ایرو پارسل کمپنۍ په واسطه تاسو  اوس کولای شئ, چې د یو ولایت څخه بل ولایت ته او حتی نورو هېوادونو ته په ښه او خوندي ډول خپل اسنادونه او توکي واستوئ.