د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل رئیس د ټرانسپورټ له وزیر سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل رئیس ښاغلي سید زمان هاشمي د ټرانسپورټ له وزیر ښاغلي قدرت الله ذکي سره د لیدنې په ترڅ کې د ټرانسپورټ، ټرانزيټ، او د ایکو سازمان له لوري د تیر پارکونو جوړولو په اړه خبرې اترې وکړی.

ښاغلي هاشمي د ایکو سازمان په مالي مرسته د جوړیدونکو تیر پارکونو په اړه خپل وړاندیزونه په لاندی ډول مطرح کړل.

•    دوه تیر پارکونه یو په اسلام قلعه او بل په شیر خان بندر کې جوړ کړی شي.
•    د جاپاني ساساکي شرکت د کار د کیفیت په اړه د اتاق او ټرانسپورټ وزارت له خوا څیړنه وشي.
•    تیر پارکونه باید په نړیوال معیار جوړ کړی شي. ټولې اړینې زیربناوې لکه: فوموګیشن سنټر، ټریننګ سنټر، سکنر، تله، سړې خونې او تخنیکې ورکشاپونه دی پکې جوړ کړی شي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه "په افغانستان کي د نړیوال ټرانسپورټي سیستم یا تیر په پراخوالي، په افغانستان کې د ټرانسپورټ او ټرانزیټ سیستم برقي کولو، او د تیر په سیستم کې د شتو ننګونو او آسانتیاوو په اړه خبرې اتری وشي او په راتلونکي اونې کې د ټرانسپورټ وزیر تر ریاست لاندې د تیر ملي غونډه جوړه کړی شي."

نوموړي د ټرانسپورټ او ټرانزیټ د لا ښه والي په موخه ټینګار وکړ چې یوه غونډه باید د سوداګرۍ، ټرانسپورټ، بهرنیو چارو او ماليې وزارتونو وزیران او اتاق د IRU له سازمان سره جوړه کړي.

ښاغلي هاشمي وړاندیز وکړ چې د تیر برقي سیستم لمړنۍ آزمایښتي محموله دی په راتلونکې میاشت کې د افغانستان، ایران او هندوستان تر منځ تر سره شي. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د دولت څخه غواړي چې په افغانستان کې د تیر نړیوال سیستم ملاتړ وکړي تر څو د اسلام قلعه ګمرک په څیر د زړه بوګنوونکو پیښو مخه ونیول شي.

ښاغلي قدرت الله ذکي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له خوا د ترتیب شوي پروپوزل منلو تر څنګ د اتاق څخه غوښتنه وکړه چې د ټرانسپورټ وزارت سره دی د ټرانسپورټ په برخه کې هر اړخیزې مرستې وکړي.