د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د هېواد د سوداګرو د هڅو په پایله کې د آقینه او حیرتان مواصلاتي لارې بیا پرانستل شوې

د برمته شوي کوچني ماشوم عبدالرؤف د ایله کولو لپاره، د هېواد شمالي ولایتونو د یوې مودې راهیسي د مزارشریف د آقینه او حیرتان بندرونو مواصلاتي لارې تړلې وې؛ چې له نیکه مرغه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د معدن او صنایعو اتاق مشرتابه او د بلخ ولایتي اتاق سوداګرو د هڅو په پایله کې یادې لارې د ترفیک او سوداګریزو توکو پرمخ پرانستل شوې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سیمې د سپین ږیرو څخه ددی لارو د پرانستلو په تړاو مننه وکړه.