د ځمکني ټرانسپورټي شرکتونو د اعتصاب پای او د سوداګریزو وسایطو پرمخ د لویو لارو خلاصیدل

د افغانستان ځمکني ټرانسپورټي شرکتونو اعتصاب له ۲۰ ورځو ډیر دوام وکړ چې د هېواد په بازارونو کې د خوراکي موادو د کموالي سبب شو.


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پرله پسې هڅو په پایله کې، حکومت حاضر شو چې د ځمکني ټرانسپورټ په برخه کې شتو ستونزو ته د پای ټکې کیږدي او هیله مند یو چې د نفتي او خوراکي موادو او اوبلن ګاز بیې به هم خپل لمړني حالت ته ور وګرځي.


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ددی کار لپاره د حکومت له مشرتابه څخه مننه کوي او د حکومت څخه غواړي چې د هېواد په لویو لارو کې د غیر قانوني پیسو اخيستنو مخه ونیسي.


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د حکومت له مشرتابه څخه د صرافانو ستونزو ته د پای ټکي کیښودلو او د اسلام قلعه ګمرک زیانمنو ته د جبران غوښتنه کوي.