د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د امیر محمد اسماعیل خان سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړیو هر یو خان جان الکوزي، ضیاءالدین اچکزي، جان آقا صادقي او عصمت الله وردک، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي یونس قاضي زاده او د نوموړي اتاق د مشرتابه پلاوي غړیو، د معدن او صنایعو اتاق مشرتابه، یو شمیر سوداګرو او پانګه اچوونکو د پنج شنبه په ورځ د سلواغې په ۳۰مه د امیر محمد اسماعیل خان سره د لیدنې په ترڅ کې اسلام قلعه ګمرک کې د اورلګېدنې په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړې.


دوی وویل چې سوداګر او پانګه اچوونکي د ډیرو امنیتي ستونزو سره سره بیا هم په هېواد کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت پانګه اچونې کوي او ‌‌ډیر زیات شمیر خلکو ته يې د کار زمینه برابره کړی ده، خو سره له دی بیا هم حکومت ددوی دی سرخندنې ته هیڅ ډول ارزښت نه ورکوي.


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي اسلام قلعه ګمرک کې د شته اداري فساد یادولو تر څنګ وویل چې ددی اورلګېدنې اصلي لامل د نورم او استندرد ملي ادارې غیر معیاري نمونه ګیرې ده.


ښاغلي الکوزي زیاته کړه چې د اورلګېدنې په وخت کې یو حکومتي پلاوې هم د ګمرک په داخل کې موجود و؛ د ګمرک دروازې يې بندې کړی چې د اور د زیاتیدو لامل شو.


الحاج امیر محمد اسماعیل خان وویل "که چیرې په هر بل هېواد کې داسې یوه پیښه رامنځته شي، نو د هغه هېواد جمهور رئیس پخپله د زیانمنو سره د نزدی نه خواخوږې کوي خو په افغانستان کې داسې نه کیږي او دا چې اوس ددی وخت رارسیدلې چې په ټولیز ډول فعالیت وکړو."


نوموړي د حکومت څخه د هېواد د ګمرکونو لپاره د اور ضد توکو اخيستلو غوښتنه وکړه.