د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرتابه پلاوي د کونړ ولایت له امنيې قوماندان سره ولیدل

د افغانستان د سوداگرۍ او صنایعو خونې مشرتابه پلاوی هر یو: د مدیره پلاوي لومړی مرستیال الحاج خان جان الکوزي، صنعتي مرستیال الحاج باز محمد افسرزي او مدیره پلاوي غړي ښاغلي الحاج نظام الدین تاجزاده د یو سفر په ترڅ کې د کونړ ولایت له امنیې قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت سره ولیدل.

مشرتابه پلاوي د کونړ ولایت د امنیت په اړه د ښاغلي همت هڅې وستایلې او په کونړ ولایت کې يې د سوداګرو، پانګه‌والو او خصوصي سکټور د غړیو د امنیت د ټينګښت په تړاو د لا هڅو غوښتنه وکړه.

د کونړ ولایت امنيې قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت هم د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مشرتابه پلاوي څخه مننه وکړه، چې د کونړ ولایت د سوداګرو او پانګه‌اچوونکو له پاره يې ځانګړی پام کړی او په راتلونکې يې د امنیت د ټینګښت د همکاریو غوښتنه وکړه.

په پای کې ښاغلي پاسوال جمعه ګل همت د ښاغلي الکوزي او ورسره مله پلاویو د چارو د تقدیر په موخه پر ډالیو ونازول.