د کندز د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په اسلام قلعه بندر کې د اورلګیدنې، د صرافانو ستونزو او د سوداګریزو وسایطو توقف په اړه ناسته وکړه

د کندز د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه او یو شمیر سوداګرو د سلواغې په ۲۷مه د یوې ناستې په ترڅ کې په اسلام قلعه بندر کې د اولګیدنې له امله د رامنځته شوي زیان، د صرافانو ستونزو او د سوداګریزو وسایطو د توقف په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړی.
 
د کندز د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي ګل محمد رجب زاده وویل "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تل هڅه کړی چې د سوداګرو ستونزې د حکومت اړونده ادارو سره شریکې او د حل لارې ورته ولټوي، خو له بده مرغه حکومت نشي کولی چې د سوداګرو ستونزو ته په وخت د پای ټکې کیږدي چې له امله يې د حکومت او خصوصي سکتور تر منځ یو لوی درز رامنځته شوی دی.
 
د کندز د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي عبدالمتین یوسفزي، د نوموړي اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي سید جلال عثماني، د کندز د صرافانو رئیس ښاغلي ضیاءالحق ضیايي او ددی ولایت یو تن سوداګر حاجي حیرت فاریابي هم د یادو ستونزو په اړه د خبرو کولو تر څنګ د حکومت څخه وغوښتل چې یادې ستونزې له منځه ویسي او د هېواد په امنیتي او اقتصادي وضعیت کې د مثبتو بدلونونو راوستلو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
 
دوی خبردارې ورکړ چې که چیرې حکومت په دی برخه کې غفلت وکړي نو سوداګر به خپلې پانګې د هېواد څخه دباندی وباسي.
 
د غونډې په دوام کې لاندې پریکړه لیک صادر شو:
• موږ اسلام قلعه بندر کې د اورلیګدنې له امله سوداګرو او پانګه اچوونکو ته رسیدلو زیانونو جبیره غواړو.
• موږ اسلام قلعه بندر کې د اور لګیدنې لاملونو څیړل او غافلو مسؤلینو ته د سزا ورکولو غوښتونکي یو.
• موږ د حکومت څخه د سوداګرو د مال او ځان د امنیت غوښتونکي یو.
• موږ د حکومت څخه د صرافانو ستونزو ته د پای ټکي کیښودلو غوښتونکي یو.
• موږ د حکومت څخه د سوداګریزو وسایطو د بیا روانیدو اجازه غوښتونکي یو.
• موږ د هېواد په لویو لارو کې د غیر قانوني پیسو اخیستو ستونزې د له منځه وړلو غوښتونکي یو.
 
د غوڼدې په پای کې ټولو ګډونوالو په دی پریکړه وکړه چې که چيرې حکومت یادو ستونزو ته د پای ټکې نه ږدي نو دوی به لمړې خپلو مدني اعتراضاتو ته دوام ورکړي، دویم قدم کې به خپلې پانګې له هېواد څخه وباسي او په دریم قدم کې به خپلې کورنۍ هم له هېواد څخه وباسي.