د پاکستان نړیوال هوايي شرکت ‏‎ (PIA) ‎‏ عمومي رئیس سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ‏مشرتابه ناسته

د افغانستان او پآکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډ اتاق او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه ‏نن په کابل کې د پاکستان د هوایی شرکت‎ (PIA) ‎د عمومي رئیس محترم ارشد ملک سره ناسته ترسره کړه‎.‎
په یاده ناسته کې د پاکستان څخه راغلي پلاوي په شمول د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ صنایعو ‏اتاق د مدیره پلاوي رئیس محترم خان جان الکوزی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل ‏رئیس محترم سید زمان هاشمي، د ګډ اتاق د مدیره پلاوي غړيو هر یو محترم نظام الدین تاجزاده او محترم ‏احمدضیا شینوزاده، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړې محترم عبد الباقي شفیع ، د ‏ګډې اتاق اجرایوي رئیس محترم نقیب الله صافی ، د افغانستان د سوداګرۍ او پآنګونې اتاق د نړیوالو ‏اړیکو رئیس محترم امید عفورزی او یو شمیر افغان سوداګر هم موجود وو‎.‎
 
د ښاغلي سید زمان هاشمي لخوا د پاکستان د هوایی شرکت رئیس او ورسره مل پلاوي ته په افغانستان کې ‏هرکلې وویل شو او همدارنګه یی په کابل کې د یاد شرکت کارونو د ستایلو تر څنګ د سوداګریزو اړیکو ‏په پراختیا او د هوا له لارې د سوداګریزو توکو او مسافرینو په انتقال ټینګار وکړ. ‏
 
ددې ترڅنګ اتاق د مشرتابه لخوا د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړل شو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ ‏په اقتصادي چارو کې پیاوړتیا یی مهمه وګڼله همدارنګ یی ټینګار وکړ چې د پاکستان د هوایی شرکت د ‏افغانستان د هوایی شرکت سره تفاهم ته ورسیږي ترڅو د یو اړخه د خلکو تګ راتګ ته لا زیاتې ‏اسانتیاوې برابرې کړي او له بل اړخه د پاکستان سره د هوا دلارې د ځینو مالونو د انتقال زمینه برابره ‏کړي‎.‎
 
سربیره پردې د یاد شرکت د رئیس څخه غوښتنه وشوه چې د کابل سربیره یاد شرکت باید خپل مستقیم او ‏غیر مستقیم پراوزونه د افغانستان د ولایتونو څخه د پاکستان نورو ښارونه ته هم پیل کړي لکه مزار ‏شریف او اسلام اباد، کابل او پیښور، کندهار او کراچۍ /کویټه‎.‎
 
محترم ارشد ملک د اتاق استازو ته ډاډګیرنه ورکړه چې د پاکستان هوایی شرکت په پام کې لري ترڅو ‏خپلې اړیکې د افغانستان سره پیاوړي کړي ، ددې ترڅنګ يې وویل "د یو ښه ګاونډي او مسلمان په صفت ‏غواړو هغه اسانتیاوې چې نورو هیوادونو ته مو ندې ورکړي افغانستان ته ورکړو" او دا چي افغان ‏سوداګرو ته به یو ځانګړی امتیاز ورکول کیږي‎.‎
 
محترم ارشد ملک خپل پلاوي ته په اشارې سره زیاته کړه چې د مالونو د انتقال لپاره به د یاد هوایی ‏شرکت تجارتي ټیم له تاسو سره په اړیکه کې وي ترڅو د مالونو د انتقال لپاره یو ښه میکانیزم جوړ کړل ‏شي. محترم ملک د ولایتي پراوزونو د پیل وړاندیز تاید کړ او ویی ویل چې په لومړي قدم کې د کابل او ‏اسلام اباد پراوزونو کې اسانتیا راوستل زمونږ هدف وو چې تر یو حده مو سهولتونه راوستي او پس لدې ‏به مونږ په ولایتي پروازونو باندې کار وکړو‎