د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لسمه ناسته وشوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي خدماتي مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړیو هر یو محمد داود یوسفزي، خان جان الکوزي، ذکریا بریالي، محمد ګردیزي، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، ضیا‌ءالدین اچکزي، احمد فواد دوست او احمد شکیب احمدیار، او د اتاق عامل رئیس ښاغلي سید زمان هاشمي د مدیره پلاوي دریمې دورې په لسمه ناسته کې ګډون وکړ.
 
د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز د غونډې اجنډا ګډونوالو ته وړاندې کړه او د اتاق عامل رئیس ښاغلي سید زمان هاشمي کاري راپور او د عامل پلاوي وراندیزونه مطرح کړل.
 
د عامل پلاوي راپور اوریدو وروسته، ښاغلي خیرالدین مایل احمدي په دی وروستیو کې په خصوصي سکتور کې د رامنځته شوو ستونزو لکه: اسلام قلعه بندر کې اور لګیدنه، د صرافانو ستونزې او د هیواد په لویو لارو کې د سوداګریزو توکو بار وسایطو توقف یادونه وکړه او وی ویل چې دا ستونزې د کاروبار په عمومي وضعیت خورا ناوړه اغیزې لري.
 
په دی غونډه کې پریکړه وشوه چې د اتاق د مدیره پلاوي غړیو څخه یو پلاوې جوړ او په اسلام قلعه بندر کې د اورلګیدنې زیانونو څیړلو په موخه هرات ته سفر وکړي.
 
ښاغلي خان محمد سرفراز باز د هېواد په اقتصاد باندی د صرافانو د ستونزو ناړه اغیزو یادولو تر څنګ، دی برخې ته د حکومت عدم پاملرنه وغندله.
 
ښاغلي شیرین آغا سخي، د اتاق تشکیل او بودیجی به اړوند خبری وکړی او د هر اړخیز بحث نه وروسته پریکړه وشوه چی د اتاق 1400 کال تشکیل او بودیجه په پرنسیپ کی تصویب او د مدیره پلاوی د ناستی د وخت کموالی له امله پاتی نوری پریکړی اجرائیه کمیتی ته پریښودل شول.
 
په همدې ډول د مدیره پلاوي نورو غړیو هم خصوصي سکتور ته په راولاړو شوو ستونزو خبرې وکړې او دمدیره او عامل پلاوو وړاندیزونو په اړه یې لازمې پریکړې وکړې.