د تير TIR ملي کنفرانس په کابل کې ترسره شو

د تير (TIR) ملي کنفرانس د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت، د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق او USAID-ATAR ادارو له خوا د حکومت لوړ پوړيو چارواکو، د مرستندويه ټولنو، د افغانستان د ټرانسپورټ او سوداګرۍ استازيو په ګډون د چهار شنبې ورځ، د ۱۳۹۶ کال د غويي د مياشتې په ۲۰ مه نېته د کابل په کابل سټار هوټل کې ترسره کړ.

د دولت، خصوصي سکټور او د مرستندويه ټولنو استازي د «نړيوال جاده‌يي ټرانسپورټ» يا TIR په ملي کنفرانس کې د ګډون په موخه په کابل سټار هوټل کې چې د اسيا په زړه کې افغانستان په ټرانزيټي مرکز د بدلېدونکي هېواد په توګه د افغان دولت موخې ته د رسېدو په برخه کې د خپل ډول لومړنۍ کنفرانس دی سره راغونډ شوي دي. ياد  کنفرانس د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) له‌خوا افغانستان د سوداګرۍ او عوايدو (اتار) پروژې په مالي مرسته د ټرانسپورټ وزارت او افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق له‌خوا تنظيم شوی‌دی.

د افغانستان ولسمشر جلالتمآب اشرف غني هم د هېواد ټرانزيټي پوټنشيل د ملي لومړيتوب په توګه منلي دي. د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت، افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق او افغانستان د ګمرکونو لوی رياست استازيو پر هغو هڅو رڼا واچوله، چې د سوداګرۍ او عوايدو د پراخېدو په موخه د هېواد په ټرانزيټي پوتانشيل اغېز لري. د يادونې وړ ده، چې د کنفرانس په ترڅ کې د موټر چلوونکو لپاره د تير (TIR) لارښود کتاب هم په پښتو او دري ژبو وړاندې شو.

د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت د پاليسۍ او پلان مرستيال وزير ښاغلی پوهندوی دوکتور سيد ولي سلطان  وويل، چې "په افغانستان کې د تير/TIR کنوانسيون فعالول او پلي کول له ملي لومړيتوبونو څخه دي، چې د ټرانزيټ او سوداګرۍ د ګړنديتوب د اسانتيا په برابرولو کې مرسته کوي،" او زياته يې کړه، چې "د تير کارنېټ په کارولو سره مالونه نور د پېچليو ګمرکي کړنلارو څخه نه تېريږي او نه هم په پولو کې ځنډول کيږي".

«تير» هغه يوازينی نړيوال ټرانزيټي سيسټم دی، چې له مخې يې لارۍ‌چلوونکي کولای شي د پولو په اوږدو کې په لږ ځنډ سره د مالونو لېږد رالېږد ترسره او د ګمرکي کارکوونکو له‌پاره ډېر وخت او پيسې وسپموي. افغانستان په ۱۳۵۴ (۱۹۷۵ز) کال کې د «تير» کنوانسيون غړيتوب ترلاسه کړ، خو د څو لسيزو شخړو وروسته دغه هېواد يوازې وکولای شول، چې په ۱۳۹۲ (۲۰۱۳ز) کال کې د «تير» غړيتوب بيا فعال کړي او اوس‌مهال د «تير» د کړنلارو د پلي کولو په حال کې دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې سوداګريز مرستيال، ښاغلي الحاج محمد يونس مومند وويل چې "ټرانزيټ د اوږدې مودې را په‌دېخوا د بېلابېلو ټولنو ترمنځ يو ګډ دود بلل کېږي، د تير سيسټم او تير کارنېټ په کارولو سره به افغان ټرانزيټي لارۍ د ګمرکونو د لږ ټرانزيټي ځنډ او  کمو ټرانزيټي لګښتونو او خنډونو ترڅنګ د ساده شويو او معياري کنټرولي تدابيرو سره مخ شي چې دا  کار په خپله د نړيوالې سوداګرۍ د پراختيا د هڅونې سبب کيږي.