د افغانستان او پاکستان د سوداګریز او ترانزیتي ستونزو د حل په برخه کې د ایکو سازمان د غونډې د پایلو څیړل

دافغانستان دسوداګرۍ او صنایعو خونه د سوداګرۍ او ترانزیت لپاره د مختلفو لارو چارو د موندلو او د ایکو د سازمان د غونډې د پایلو د څېړلو په موخه مطبوعاتي کنفرانس، چې په کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي لومړۍ مرستیال ښاغلي الحاج خانجان الکوزي، سوداګریز مرستیال الحاج محمد یونس مومند، صنعتی مرستیال ښاغلي الحاج باز محمد افسرزی، د افغانستان په استازیتوب د ایکو سازمان د خونې مرستیال ښاغلي آذرخش حافظی، دافغان – جرمن د بنسټ رئیس ښاغلي الیاس عمر، ښاغلي دکتور اصغر خیل منگل، ګن شمېر افغان سوداګر او د هېواد د خصوصي سکتور غړي په ګډون د سه شنبې په ورځ د کب د میاشتې په ۱۷ مه نېټه د اتاق د کنفرانسونو په سالون کې تر سره کړه.

 

ښاغلي الکوزي ددې غوندې موخه د افغانستان او پاکستان د سوداګریز او ترانزیتي ستونزو څاړل، په اسلام آپاد کې د ایکو د سازمان د پایلو څاړل، او د سوداګرۍ او ترانزیتي ستونزو په حل کې ددې سازمان د اغیزمنتیا څاړل، وبلل او همدارنګه د اتاق له لورې د سوداګرۍ او ترانزیت پر بدیلو لارو خبرې وشوې او د پاکستان له لورې رامنځته شوې ستونزې یې د افغانستان د سوداګرۍ او شتمنۍ پروړاندې ستر ګواښ وباله.

ښاغلي الکوزي د پاکستان ددغو ناروا کړنو په وړاندې، چې له امله یې ۸۰ میلیون ډالر افغان سوداګر ته زیان اوښتی دی، د افغان حکومت او همداراز د نړیوالې ټولنې نه پاملرنه، تر شدیده نیوکې لاندې ونیول او وې ویل: " هر ورځ د پاکستان په سوداګریزو لارو او بندرونو کې ۱۵۰ د سوداګریزو توکو کانتینرونه په دوامداره توګه تش کیږي او پاکستان د بیا ځلی د بارولو اجازه نه ورکوی؛ دا پداسی حال کې ترسره کیږي، چې د اپتا ترون د پاکستان د صدر اعظم او همداراز د پاکستان د پارلمان له لورې لاسلیک او تصویب شوی دی. نو له همدې امله، پاکستان ددې حق نلری څو د افغانستان سوداګریز کانتینرو  ودروي او د بیا ځلی د بارولو مخنیوی وکړي. " هغه زیاته کړه : " د ۲۰۰۰ نه ډير د افغانستان د سوداګریزو توکو کانتینرونه د کراچي او د پاکستان په نورو بندرونو کې په داسي حال کې چې د خوراکې توکو نه ډک دی، درول شوې دي او د پاکستان د حکومت لخوا هره ورځ د درول شوې کانتینرونو څخه ۶ – ۷ پاکستاني کلداري په مختلفو نومونو اخېستل کیږی. برسیره پر دې، په دغو ودرول شوېو کانتینرونو کې ۳۰ سلنه د خامو موادو کانتینرونه هم شامل شوی دي. "

ښاغلي الکوزي د ایکو د کنفرانس په هکله چې " په سېمه کې د اقتصادي مرستو د پراخیتا" تر سرلیک لاندې منځته راغلی دی او دغه سازمان د افغانستان د یادو زرګونو ودرول شوېو کانتینرونو په هکله هیڅ اقدام نه دې ترسره کړی دی تر نیوکې لاندې ونیو او له نړیوالې ټولنې، ملل متحد سازمان، د سوداګرۍ نړیوال سازمان، د ایکو او سارک سازمانونه څخه یې وغوښتل څو ددې ستونزو د حل لپآره دې هڅې ترسره شي.

ښاغلي محمد یونس مومند د سارک د سازمان په هکله خبرې وکړې او وې ویل چې دغه سازمان پر دی ندی توانیدلی تر اوسه خپل شعار چې "په سوداګرۍ کې د آسانتیاوو رامنځته کول" دی، پلی کړی. ښاغلي مومند د سارک د سارک سازمان څخه یې نیوکه وکړله څو خپلې ژمنې پلۍ کړي او د افغانستان حکومت څخه یې غوښتنه وکړه څو په دې سازمان کې دې پر خپل غړیتوب بیا کتنه وکړې.

ښاغلي اضغر خیل منګل د MTS یا منګل ګروپ د نړیوال بارچلانی او ترانسپورتي شرکت په هکله خبرې وکړې او وویل: " د پاکستان سوداګریز لاره د افغانستان د سودګرۍ او ترانزیت په برخه نا مطمئنه او د لګښتونو ډک لاره ده. زه تاسو ته وعهده درکوم چې کچیرته تاسی وغواری خپل سواګرۍ د نورو لارو پواسطه ترسره کړي نو زه به تاسو ته د ځانګرۍ تخفیف په ورکولو سره ټولې آسانتیاوی برابرې کړم.  دیادونۍ وړ ده، چې MTS د ترانسپورت د نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړی دی، خپل انتقالات د سیند، هوا او ځمکې پواسطه ترسره کوی. "

ښاغلي آذرخش حافظي خبرې وکړې او وویل : " د نړیوالو سازمانونو په داخل کې یوه خاصه حلقه، شتون لری چې نه غواړي څو نړیوال اصول مراعات شی. د پاکستان حکومت ټول نړیوال سوداګریز تړونونه تر پښو لاندې کړی دی. " . ښاغلي حافظی منطقوی همپالنه یې د سېمې لپآره مهم او هغه یې د ټولو هېوادونو په ګټه وباله.

داقتصادي مرستو د سازمان ناسته (ایکو)، چې افغانستان او پاکستان یې هم غړیتوب لري د مارچ په لومري ورځ د غړو هېوادونو د جمهور رئیسانو په ګډون د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې د پاکستان د اسلام آباد په ښار کې په داسې حال کې ترسره شوه، چې د پاکستان له لوري د افغانستان د سوداګرو په وړاندې د ۱۷ ورځو څخه راهېسي ټول سوداګریزې لارې تړل شوي دي.

په سېمه کې د ایکو د کنفرانس موخې (د غړو هېوادونو اقتصادی پياوړتیا، د سوداګریزو خنډونو له منځه وړل او د سېمې په کچه د سوداګرۍ  او همدارنګه د غړو هېوادونو ترمنځ د همپالنې رامنځته کول) ټاکل شوی دی. تمه کېده، چې دغه سازمان د سېمې د سوداګرۍ او ترانزیت او په تېره بیا د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو ستونزو د حل په برخه کې اغېزمن او عملي رول ولوبوي، خو په ډير خواشینۍ سره باید وویل شي، چې دغه سازمان د یادو موخو د ترلاسه کولو په برخه کې پاتي راغلي دی او تر ډېره سمبولیک او تشریفاتي رول ترسره کړې ده.

د تورخم او سپین بولدک سوداګریز بندرونه د ۱۷ورځو څخه راپدیخوا د ټولو دوه اړخیزو هوکړه لیکونو، نړیوالو نورمونو، د سوداګریزو او ترانزیتي موازینو سره په ټکړ د پاکستان د حکومت لخوا تړل شوي دي، چې له امله یې میلیونونه ډ‌الر د افغانستان او پاکستان د خصوصي سکتورونو غړو ته زیان اړولی دی.  سره له دې چې دغه سوداګریز بندرونه تړل شوي دي، خو دافغانستان په بازارونو کې د نرخونو ثابت حالت، دا حقیقت وښودله چې افغانستان نور پاکستان پورې تړلی نه دی او په دې وروستیو کلنونو کې افغاستان د سېمې له ډېرو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې رامنځته کړي دي.

ددغو سوداګریزو بندرونو تړل کېدل ددې لامل شوی، څو د افغانستان ۳۰۰۰ کانټینرونه د کراچي او د پاکستان په نورو برخو کې ودرول شي، چې له یوې خوا د افغانستان پر سوداګریز او ترانزیتي کالیو باندې داضافي لګښتونو (ډیمریج)د واردیدو لامل ګرځیدلی او له بلې خوا د افغانستان د سوداګرو د بي اعتمادي کچه ددې لامل شوی، چې افغان سوداګر د پاکستان له لارې د ترانزیت د نه ترسره کول فیصله وکړي.

له همدې امله، اتاق له ټولو افغان سوداګرو څخه غوښتنه کوي، چې د سوداګرۍ او ترانزیت پر بدیلو لارو باندې فکر وکړي، د پاکستان په شان د سوداګرۍ او ترانزیت دنا مطمئینو لارو څخه دې مخنیوۍ وکړي او همدا راز د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق دافغانستان خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د دوي د ضرورت وړ ټولې توکي به د نورو هېوادونو څخه به هېواد ته وارد کړي.

د یادونې وړ دی، چې په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه ۳ میلیاردو ډالرو ته رسیدل، دا کچه د پاکستان له لوري د همېشنۍ ستونزو د رامنځته کولو په خاطر په ۲۰۱۲ کال کې ۵،۲ میلیارد ډالرو ته راټیټه شوه، په ۲۰۱۵ کال کې ۸،۱ میلیارد ډالر او په ۲۰۱۶ کال کې ۳،۱ میلیاردو ډالرو ته راکمه شوې ده.

دافغانستان،ایران، پاکستان او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو پراختیا، کولی شي، چې سیمه ایز اقتصادي سوکالۍ را منځته کړي. له همدې امله، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د افغانستان او پاکستان له حکومتونو، نړیوالو ټولنو او سازمانونو څخه غوښتنه کوي، څو دغې ستونزې ته ژر تر ژره رسیدګي  وکړي.