د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لمړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د ګمرکونو نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لمړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي نثار احمد فیضي غوریاني، د ګمرکونو عمومي رئیسې آغلې آمنه احمدي، حکومتي چارواکو او د خصوصي سکتور غړیو د ګمرکونو نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې د ګډون تر څنګ د هیواد په ګمرکونو کې د سوداګرو د شتو ستونزو په اړه خبرې وکړی.

ښاغلي غوریاني په اقتصادي لوړتیا او د کورنیو عوایدو په زیاتوالي کې د ګمرکونو رول اړین وباله او زیاته يې کړه چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت تل هڅه کوي چې د ماليې وزارت او خصوصي سکتور سره د ګډې همکارۍ او همغږۍ په پایله کې د سوداګرو شتو ستونزو ته د پای ټکې کیږدي او د هیواد په ګمرکونو کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.

ښاغلي مهمند ګډونکوونکو ته د نړیوالې ورځې په تړاو مبارکي وویله او د دولتي عوایدو په زیاتوالي او با کیفیته توکو واردولو په برخه کې يې د ګمرکونو رول اړین وباله. نوموړي زیاته کړه چې د هیواد په ګمرکونو کې شته اداري فساد د اقتصادي پیاوړتیا، دولتي عوایدو زیاتوالي او قانوني سوداګرۍ مخه نیسي.

ښاغلي مهمند وویل "که چیرې د هیواد په ګمرکونو کې وړ، ژمن او پاک خلک وګمارل شي، نه یواځې داچې د اقتصادي پیاوړتیا سبب ګرځي بلکه د بی کیفیته توکو د واردیدو مخه هم نیسي. موږ د اداري فساد د له منځه وړلو او قانوني سوداګرۍ رامنځته کولو په برخه کې هر ډول همکارۍ کولو ته ژمن یو."

په دې غونډه کې حکومتي چارواکو هم د اړونده موضوعګانو په اړه خبرې وکړی او د خصوصي سکتور غړیو هم خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل.