د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت په افغانستان کې د سوداګرۍ د لاښه والي په موخه کاري ډله رامنځته کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل رئیس ښاغلي سید زمان هاشمي، د خصوصي سکتور، دولتي ادارو، سوداګریزو، صنعتي او تولیدي شرکتونو او نړیوالو مؤسسو استازیو د چهار شنبه په ورځ د سلواغې په ۸مه د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي نثار احمد فیضي غوریاني تر ریاست لاندی جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ او د سوداګرۍ د لاښه والي په موخه يې یو کاري ګروپ رامنځته کړ.

ښاغلي غوریاني وویل "د کرونا ویروس په نړۍ او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د خلکو په ټولنیز ژوند باندې د منفي اغیز درلودلو تر څنګ؛ ټول سوداګریز، اقتصادي، صنعتي او ټرانزیټي فعالیتونه په ټپه ودرول."

ښاغلي غوریاني زیاته کړه "د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا، فرصتونو پیژندلو او ننګونو ته د حل لارو پیداکولو په موخه کاري ګروپ رامنځته کړ."

ښاغلي هاشمي په سختو کرونايې حالاتو کې د ښاغلي غوریاني څخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره د هغه د همکاریو، د خصوصي سکتور د ستونزو د له منځه وړلو، د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو او د سیمې هیوادونو سره د ټرانزیټي ننګونو د له منځه وړلو په تړاو ستاینه وکړه.

ښاغلي هاشمي په بهرنیو هیوادونو کې افغاني محصولاتو ته د بازار موندنې ټینګار تر څنګ؛ د ماليې، زراعت، سوادګرۍ او صنعت وزارتونو څخه وغوښتل چې د سیمې او نړۍ په کچه د ټرانزیټ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کړي. نوموړي د سوداګرۍ د پراختیا، اقتصادي لوړتیا او پانګه اچوونو په برخه کې د خصوصي سکتور او اړونده حکومتي ادارو ترمنځ همغږي اړینه او الزامي وبلله.

دغه کاري ګروپ به د سوداګرۍ او صنعت وزارت تر مشرتابه لاندی د خصوصي سکتور، مالي ادارو، وزارتونو، دولتي او نړیوالو ادارو استازیو سره هره میاشت په باقاعده ډول ناستې کوي او عالي اقتصادي شورا ته به راپور ورکوي.

د سوداګریزو، صنعتي او تولیدي شرکتونو استازیو وویل "زموږ د فعالیتونو څخه ملاتړ د کورنیو تولیداتو او صادراتو د کچې لوړیدا سبب ګرځي."

نړیوالو او تمویل کوونکو ادارو وویل چې دوی به د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت، خصوصي سکتور او هغو شرکتونو سره چې د کرونا ویروس له امله زیانمن شوي دي؛ مالي او تخنکي مرستې وکړي.

دغه کاري ګروپ به د هیواد په پنځو اقتصادي، سوداګریزو او صنعتي زونونو کې د قالینو، زعفرانو، کشمیره، قیمتي او نیمه قیمتي کاڼو په سکتورونو کار وکړي او د تولید کچې لوړیدا، بسته بندۍ او صادراتو د زیاتوالي په برخه کې به لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.