د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي رئیس د بنګله دیش هیواد د سوداګرۍ او صنایعو اتاق له رئیس سره د سوداګریزو اړیکو او ګډو همکاریو په اړه لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي رئیس ښاغلي سید زمان هاشمي د بنګله دیش هیواد د سوداګرۍ او صنایعو اتاق له رئیس ښاغلي محفوظ الحق سره د ویډیو کنفرانس په ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو پراختیا، پانګه اچونو، د صادراتو زیاتوالي او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړی.

ښاغلي هاشمي د اتاق د فعالیتونو او په افغانستان کې د شتو پانګه اچونې فرصتونو په اړه د خبرو کولو تر څنګ؛ د دواړو هیوادونو اتاقونو څخه وغوښتل چې د هوايې دهلیز جوړولو، نندارتونونو او سوداګریز تواصل کنفرانسونو جوړولو په برخه کې بیړني ګاموته پورته کړي تر څو د سوداګریزو اړیکو او اقتصادي پراختیا سبب شي.

نوموړي د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري کمه وګڼله او د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ او صنایع وزارتونو او سوداګرۍ اتاقونو ترمنځ يې تفاهملیک اړین وباله.

ښاغلي محفوظ الحق وویل "د بنگله دیش په بازارونو کې افغانیو محصولاتو ته ډیره تقاضا وجود لري. بنګله دیشي سوداګر هم لیوال دي څو افغاني بازارونو ته لاسرسې بیامومي. موږ د دواړو هیوادونو اتاقونو له مسؤلینو څخه په خورا درنښت هیله کوو، چې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا په برخه کې بشپړه همکاري وکړي."

نوموړي ژمنه وکړه چې د تفاهملیک لاسلیکولو په برخه کې به د بنګله دیش سوداګریز اتاق خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.