لومړنۍ نړیوال تخصصي نندارتون کورنۍ توکي، مبل او فرنیچر

لومړنۍ نړیوال تخصصي نندارتون د کور توکي، موبل او فرنیچر د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د ایران د نندارتونیزو پروژو د شرکت لخوا د ۱۳۹۵ کال د سلواغې د میاشتې له ۱۹ تر ۲۲ نېټې پورې د کابل په اورانوس هوټل کې پرانېستل شو.

ددې نندارتون د ترسره کیدا په غونډه کې دافغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي لومړۍ مرستیال ښاغلي الحاج خانجان الکوزی، د خونې د عامل پلاوي رئیس ښاغلي عتیق الله نصرت، د افغانستان د سودګرۍ او صنایعو وزارت سوداګریز مرستیال ښاغلي محمد قربان حقجو، د خونې د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي الحاج محمد یونس مومند، د آذربایجان هېواد د صادراتو پراختیا او سوداګرۍ ادارې مرستیال او د افغانستان او خارجي هېوادونو د خصوصي سکتورونو غړي او استازي ګډون درلود.

پدې نندارتون کې ښاغلي الکوزی خبرې وکړې او د نندارتونونو ترسره کول یې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره مهم وباله او د کور توکې، موبل او فرنیچر لومړنۍ نړیوال تخصصي نندارتون يې د هغو داخلي او نړیوالو شرکتونو لپاره چې په دې برخه کې خدمتونه ترسره کوي د ښه فرصت په توګه یاد کړ. "

ښاغلي الکوزي همدارنګه زیاته کړه: "نندارتونونه د مارکیټ او اقتصادی سوکالۍ په رامنځته کولو باندې مستقیمه اغیزه لري. په نندارتونونو کې نه یواځی په فزیکي ډول کمپني خپل محصولات او تولیدات ننداری ته وړاندې کوي، بلکه د خپل محصولاتو ښکلا، مقاومت، کیفیت او ورنټی هم خلکو ته ور معرفي کوي. "

ښاغلي الکوزي له ټولو سوداګرو او پلورونکو څخه وغوښتل، څو خپل محصولات او تولیدات د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د اصولو مطابق وپلوری، ښاغلي الکوزی د حکومت له مشرتابه پلاوينه غوښتنه وکړه څو  اقتصاد او خصوصي سکتور ته زیاته پاملرنه وکړي.

په یاده غونډه ښاغلي محمد قربان حقجو خبرې وکړې او وویل: "اوس وختونو کې دنیا د یو کلې حیثیت غوره کړی دی، سیاسی خبرې او آجنډا وې، اقتصاد خواته د حرکت په حال کې دی، ‌ډير لری به نه وې، چې لوی سیاسی آجنډا ګانې، خپل ځای اقتصاد ته پریږدي."

ښاغلي حقجو د پانګونې نوي قانون ته په اشاره وویل، چې یاد قانون د نړیوال اصولو پړ بنسټ جوړ شوی دی او ددې قانون په نافذ کیدو سره به د سوداګرۍ او پانګونۍ په وړاندې شته ستونزې حل شي.

ددې غوندې په پای کې ښاغلي صدرزاده خبرې وکړې او وویل چې د دغه نندارتون د ترسره کیدا موخه دا ده څو د تولید کوونکي او مصرف کوونکي ترمنځ اړیکې رامنځته شي.

دا نندارتون به څلور ورځې دوام لري، هره ورځ د سهار له ۱۰ بجو د ماښام تر ۴ بجو پورې به د ټولو مینوالو پرمخ پرانېستی وي.

پدې نندارتون کې ۱۲۰وتلي تولیدي او سوداګریز شرکتونو د مختلفو هېوادونو لکه افغانستان، جاپان، عربی متحده امارات، امریکا متحده ایالاتونه، ایران اسلامی جمهوریت، آلمان او ترکیې څخه خپل تولیدات او محصولات لکه د کور توکي، صوتي او تصویري ماشینونه، د کور بریښنایې توکي، ګاز، مبل او فرنیچر، د پخلنځي توکي، پلاستیکي او چیني لوښي په ۵۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې کړي دي.

ددې نندارتون د ترسره کولو هدف دا دی، څو معتبر نړیوال شرکتونه چې د کورنۍ توکو په برخه کې فعالیت کوي د خپلو تولېداتو د پلورلو لپاره څانګې په افغانستان کې پرانېزي او همدارنګه افغان وګړو ته د افغانستان په بازارونو کې داخلي او اصلي توکو ورپېژندل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د دا ډول نندارتونو په لاره اچول د هېواد د اقتصادي پرمختیا لپاره او د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لا ټینګیدو پخاطر اړین بولي همدارنګه دا دهغو شرکتونو لپاره یو ښه فرصت بولي، چې پدې برخه کې فعالیت ترسره کوي، څو خپل با کیفیته تولیدات او محصولات د افغانستان د وکړو لپاره نندارې ته وړاندې کړي.

تمه کیږي، چې دا نندارتون به راتلونکي کلونو کې هم په کلنۍ بڼه د کابل په ښار کې ترسره شي.