د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خصوصي سکتور د پراختیا کمیټې (PriSEC) سره ناسته وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل رئیس ښاغلي سید زمان هاشمي، د اتاق د پالیسۍ او تخنیک مرستیال ښاغلي شفیق الله عطايې، د ماليې، صنعت او سوداګرۍ، ښار جوړونې، ښاروالۍ، عدليې، پاسپورټ ریاست، او د خصوصي سکتور مسؤلینو د خصوصي سکتور د پراختیا کمیټې (PriSEC) په پنځمه کاري غونډه کې چې د جمهوري ریاست د پانګه اچوونې آسانتاوو څانګې رئيسې آغلې فروزان فقیري تر ریاست لاندې په اتاق کې ترسره شوه ګډون او د پانګه اچوونکو لپاره د ډیرو آسانتیاوو برابرولو په اړه يې خبرې وکړی.

ښاغلي هاشمي ګډونکوونکو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ وویل "حکومت د پانګه اچوونکو او سوداګرو لپاره د لازمو آسانتیاو په برابرولو مکلف دی او د پانګه اچوونکو لپاره د لازمو آسانتیاوو برابرول د اقتصاد په لوړتیا او پراختیا کې اړین رول لوبوي."

نوموړي د خصوصي سکتور د پراختیا کمیټې (PriSEC) هڅو د ستایلو تر څنګ ددی ادارې د مسؤلینو څخه وغوښتل چې د پانګه اچوونې په قانون کې د سمون راوستلو پروسه سریع او د دولتي او خصوصي ادارو تر منځ لازمه همغږي رامنځته کړي؛ تر څو پانګه اچوونه لا ډیره آسانه شي.

په دی غوڼده کې دولتي او خصوصي سکتورونو استازیو ټینګار وکړ چې د پانګه اچوونې په قانون کې سمون راوستل باید پانګه اچوونکو ته لا ډیرې آسانتیاوې رامنځته او په هیواد کې د کاري فرصتونو د پیداکیدو سبب وګرځي.

د غونډې ګډونکوونکو د پانګه اچوونې په برخه کې د شتو لاسته راوړنو په ساتلو، د پانګه اچوونې د لوړتیا او پراختیا په برخه کې د ګټورو کړنلارو څخه په ګټه اخیستلو او د اړونده ادارو تر منځ په همغږۍ ټینګار وکړ.