د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لمړي مرستیال او عامل رئیس د کاغذ واردوونکو اتحادیې له رئیس او غړو سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لمړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند او عامل رئیس ښاغلي سید زمان هاشمي د کاغذ واردوونکو اتحاديې له رئیس ښاغلي مسعود احدي او ددی اتحاديې له یو شمیر غړو سره د اتاق د غونډو په تالار کې ولیدل او ددوی د ستونزو په اړه يې خبرې وکړی.

د کاغذ واردوونکو اتحاديې رئیس او غړو يې خپلې ستونزې په دی ډول څرګندې کړی "د سیمې هیوادونه هم تر اوسه نشي کولای چې د A4  او A3 سایز کاغذ وارد کړي په داسې حال کې چې په هیواد کې دننه ځینې تولیدي شرکتونه د کاغذ غټې تختې واردوي او بیا يې د A4 او A3 په سایزونو قطعه کوي او دعوه کوي چې دوی کاغذ پخپله تولیدوي. ددوی دغه کاغذ د بازار او مستهلیکینو اړتیاوې نشي پوره کولی. بله دا چې که چیری حکومت د کاغذ په واردوونکو باندی ګمرکي تعرفه زیاته کړي، په بازار او مستهلیکینو باندی د ناوړه اغیزو لرلو برسیره، خلک د جدي ستونزو سره مخامخ کوي."

د اتحاديې رئیس او غړو يې د اتاق څخه وغوښتل چې ددوی ستونزې د اړونده حکومتي ادارو سره شریکې او د په واردیدونکي کاغذ باندی د ګمرکي تعرفې د زیاتوالي مخنیوې وکړي.

ښاغلي مهمند د اتحاديې رئیس او غړو د وړاندیزونو اوریدو وروسته وویل "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د کورنیو تولیداتو د ملاتړ تر څنګ تل هڅه کړی چې د کورنیو تولیداتو او وارداتو ترمنځ یوه متوازنه کړنلاره په کار واچوي تر څو د یوې خوا د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي سبب وګرځي او له بلې خوا بازار او مستهلیکین د ستونزو سره مخامخ نشي."

ښاغلي هاشمي د اتحاديې له غړو څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې د اتاق سره په لیکلې بڼه شریکې کړي تر څو اتاق يې د مالیې وزارت له مسؤلینو سره شریکې او د له منځه وړلو لارې چارې ورته ولټوي. نوموړي ډاډ ورکړ چې د مستهلیکینو د نه زیانمن کیدو لپاره به د یادو ستونزو په له منځه وړلو کې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.