د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي د آسیايې همکاریو مکالمې سازمان (ACD) غړیو هیوادونو د سوداګرۍ او صنایعو اتاقونو په لمړني ویډیو کنفرانس کې ګډون وکړ

د ترکیې هیواد سوداګرۍ اتاق او د آسیايې همکاریو مکالمې سازمان (ACD) رئیس ښاغلي رفعت هسارکچي اوګلو، د ترکيې د سوداګرۍ وزیرې آغلې رخسار پیکان او د آسیايې هیوادونو د سوداګریزو اتاقونو رئیسانو او مرستیالانو په ګډون د چهارشنبه په ورځ د سلواغې د میاشتې په ۱ نیټه په جوړه شوې آنلاین غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي د ګډون تر څنګ؛ په آسیا کې د اقتصادي همکاریو په ارزښت باندی خبرې وکړی.

ښاغلي هاشمي د ترکیې هیواد څخه ددی غونډې د کوربه توب په تړاو مننه وکړه او د آسیايې همکاریو مکالمې سازمان ((ACD غړیو هیوادونو څخه يې وغوښتل چې د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې د خپلو همکاریو کچه زیاته کړي. تر څو هر غړی هیواد وکولی شي په ایکو سیمه کې د توکو په آزاد جریان او پانګه اچوونه کې خپل اړین رول ولوبوي.

په دی غونډه کې غړیو هیوادونو د پانګه اچوونې کچې په لوړیدا، سوداګریزو اړیکو په پراختیا او په خپلو هیوادونو کې د پانګه اچوونې فرصتونو په اړه خبرې او ټینګار وکړ.

د غونډې په پای کې په دی پریکړه وشوه چې غړي هیوادونه باید د سیمه ایزو زیربناو د جوړولو او د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې د خپلو همکاریو کچه لوړه کړي.