د افغانستان جمهور رئیس او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د ویډیو کنفرانس له لارې د کندهار زراعتي کامپلکس پرانسته

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړیو هر یو خان جان الکوزي، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده او جان آقا صادقي، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي غړیو او د خصوصي سکتور غړیو په هغه ویډیوي کنفرانس کې چې د کندهار زراعتي کامپلکس د بنسټ کیښودلو په موخه جوړ شوی وه، ګډون وکړ.

په دغه ویډیوي کنفرانس کې د پورته ښاغلو بر سیره لاندنیو ښاغلو د کندهار، زابل، هلمند، او ارزګان ولایتونو مسؤلینو او د زراعت، اوبو ورکونې او مالدارۍ وزیر ښاغلي انور الحق احدي هم ګډون درلود.

ښاغلي احدي جمهور رئیس ته ددغه کامپلکس مبارکۍ ویلو تر څنګ وویل "ددغه کامپلکس له لارې به بزګرانو ته ماشینونه او قرضونه ورکول کیږي او کورني محصولات به پروسس کیږي چې په نړیوالو بازارونو کې يې د ارزښت زیاتیدو په صورت کې د عوایدو د زیاتیدو سبب ګرځي. او حکومت د زراعتي صنایعو ملاتړ کوي."

جمهور رئیس غني وویل "اقتصادي عالي شورا به په هر زون کې په اقتصادي مسایلو بحث وکړي او په هر زون کې به همداسې کامپلکسونه جوړ کړی شي. اوسنیو ستونزو څخه د خلاصون لپاره باید د وتو لار موجوده وي. د پانګونې په لاره کې شته خنډونه او ننګونې د زغم وړ نه دي. د ګمرکونو د ښه مدیریت په موخه موږ د نړیوالو شرکتونو سره د مذاکرې په حال کې یو."

جمهور رئیس زیاته کړه "د بزګرانو، باغدارنو او ټولو عواید باید په اساسي ډول زیات شي. د احمد شاه بابا په نړیوال هوايې ډګر به بنسټیزه پانګه اچونه وشي. او د تاپي پروژې د تطبیق په پایله کې به په لوی کندهار کې ستر بدلونونه رامنځته شي."

ښاغلي جمهور رئیس وویل چې سعید او وزیرزي ته به د کندهار زراعتي کامپلکس جوړولو له امله مډالونه او د زراعت، اوبو ورکونې او مالدارۍ وزارت معین ښاغلي حشمت الله غفوري ته لمړۍ درجه ستاینلیک ورکړل شي. همدارنګه هر هغه څوک چې د ۵۰ میلیونه امریکایې ډالرو څخه زیاته پانګه اچونه وکړي، په جمهوري ریاست کې په جوړیدونکي یادګارۍ منار کې به يې نوم ثبت کړی شي.

د کندهار زراعتي کامپلکس د ۱۰۰ میلیونه امریکايې ډالرو په ارزښت د عینو مینې صنعتي پارک په ۱۱۰۰ جریبه ځمکه کې په شپږ پړاونو کې جوړیږي. ددغه کامپلکس جوړیدل به نه یواځې خلکو ته کاري فرصتونه بلکه زراعتي سوداګرۍ به هم رامنځته کړي. په هرات، بلخ، کابل او ننګرهار کې به هم همداسې کامپلکسونه جوړ کړی شي.