په کندهار کې د ترکیې د ویزي غوښتني مرکز پرانېستل شو

په کندهار کې د ویزې د توزیع مرکز رسماً پرانستل شو؛ دا مرکز هغو کسانو ته، چې ترکیې هېواد ته د مختلفو موخو لکه سیاحت، سوداګرۍ، تحصیل، روغتیا، کار او ترانیزیت لپاره د سفر لیوالتیا ولری، تولي رسمي ابتدایي چارې پرمخ وړی او په پای کې د پاتې چارو د بشپړولو په موخه کابل ته د ترکیې د هېواد سفارت ته لیږل کیږي.

د دې مرکز په پرانېست غونډه کې د ترکیې د هېواد سفیر ښاغلي علی سیت آکین، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوې سوداګریز مرستیال ښاغلي محمد یونس مومند، ملی سوداګر ښاغلی محمود کرزي، د کندهار د ولایت والی ښاغلی داکترهمایون عزیزي، د هلمند د ولایت والي ښاغلي حیات الله حیات، د ترکیې هېواد د ویزي ورکړې مسؤل ښاغلی عتیق الله رحمت، د کندهار ولایت سوداګرو، د محلی اداراتو استازو، د ولایتي شورا غړو او رسنۍ ګډون درلودل.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوې سوداګریز مرستیال، ښاغلی مومند میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یاد مرکز پر اهمیت خبرې وکړې او وویل: " ډیر د خوشحالي ځای دی، چې د کندهار په ولایت کې د ترکيې هېواد د ویزې د توزیع مرکز پرانېستل کیږي؛ دا مرکز به د کندهار میشتو سوداګرو لپاره ترکیې هېواد ته د تللو قانونې آسانیتاوې برابره کړي، څو د ترکیې د هېواد له سوداګرو سره په مختلفو برخو کې قراردادونه لاسلیک، او د هغوی له تجربو څخه زده وکړي."

د کندهار د ولایت والي ښاغلي داکتر عزیزي، د دې مرکز پرانیستل د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا تینګېدو لپاره اغیزمن وباله.

د ترکیې هېواد سفیر ښاغلې علی سیت آکین خبری وکړې وویل: " دا مرکز به د ترکیې او افغانستان د هېوادونو ترمنځ اړیکی لا پیاوړی او د کندهار ولس ته به د ترکیې هېواد د ویزې د لاسته راوړلو آسانتیاوې برابر کړی. "

ښاغلي محمود کرزي د ترکیي د هېواد له سفیر څخه د ویزې د مرکز د جوړولو په خاطر مننه او په مختلفو برخو کې د دې هېواد د مرستو غوښتونکې شو.