د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لمړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په ‏افغانستان کې د هندوستان سفیر سره لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لمړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په ‏افغانستان کې د هندوستان سفیر رودندرا تاندون سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او ‏په هندوستان کې د افغان سوداګرو صادراتي ستونزو په اړه خبرې وکړی. ‏
 
ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانکونې اتاق سره د هندوستان سفارت همیشنۍ همکارۍ وستایلې ‏او د افغان سوداګرو لپاره د هندوستان اوږد مهاله ویزې ترلاسه کولو، په دی وروستیو کې په ځینو افغاني ‏محصولاتو باندې د سرټیفیکیټ یا تصدیق پاڼې وضع کیدلو او نورو سوداګریزو موضوعاتو باندی خبرې ‏وکړی او د هندوستان سفارت څخه يې په دی تړاو د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه. ‏
 
ښاغلي رودندرا تاندون ژمنه وکړه چې د افغان سوداګرو ستونزو ته د پای ټکي کیښودلو په موخه به لازم ‏ګامونه پورته کړي.