دمالیاتو د عامه پوهاوي اوونۍ پرانېستل شوه

د ۱۳۹۵ مالي کال د مرغومی د ۱ نیټې څخه نیولې تر ۷ نیټې پورې د عوایدو د لوی ریاست د منځنیو مالیه ورکوونکو اداره د مالیاتو د عامه پوهاوي اوونۍ د ۱۳۹۶ مالي کال د لمړنی اوونۍ (د مرغومې د ۱ نیټې څخه نیولی تر ۷ نیټې پورې) په افغانستان کې په رسمي ډول پرانېستل شوه.

پدې کمپاین کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې سوداګریز مرستیال ښاغلي الحاج محمد یونس مومند، د خونې د عامل پلاوي د پالیسۍ مرستیال ښاغلي شفیق الله عطایی، د خونې مشاور استاد سید قیاس سیدي، د بیلابیلو دولتي، غیردولتي، خصوصي، سوداګریزو او تجارتی ادارو څخه په ټولیز ډول شاوخوا ۲۵۰۰ استازي ګډون درلود.

ښاغلي یونس مومند غونډې ته د وینا پر مهال وویل: ( د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه له حکومت په تیره له وزارت مالیي څخه غواړي، تر څو دوګونې ګمرکي محصول، غیري قانوې اخاذي او فساد له منځه یوسي. موږ د مالیاتو د ورکړي طرفدار یو، مالیه او محصول د حکومت حق دی، خو چې په ټولو یو ډول تطبیق او د فساد مخه پکې ونیول شي ) .

ښاغلي مومند د مالیاتو او ګمرکي محصول په سپارلو کې له حکومت څخه وغوښتل، چې یوه منظمه او معلومه مرجع دې وټاکل شي تر څو له یوې خوا سوداګر په اسانۍ سره وکولای شي، چې خپل ټول ګمرکي محصول او مالیات په همدغه مرجع کې حکومت ته وسپاري او له بلې خوا د غېري قانوني اخاذیو او فساد مخه ونیول شي.

دعوایدو لوی ریاست، د منځنینو مالیه ورکوونکو ریاست دعامه پوهاوي په نوښت د مالیاتو د عامه پوهاوي اوونۍ تر عنوان لاندې یوه ستره غونډه جوړه شوه. د نوموړی اوونۍ په ترڅ کې به د هر مالي کال د پیل اوونۍ مالیه ورکوونکو ته د رسیدلو او هغوی ته د کلنی عوایدو د اظهار لیک د جوړولو او وړاندې کولو په موخه د هیواد د مالیاتو د قانون په مطابق لمانځل کیږي.