په کابل پوهنتون کې د ګمارونکو تربیوي مرکز جوړولو په موخه مشورتي ناسته وشوه

په کابل پوهنتون کې د ګمارونکو تربیوي مرکز جوړولو په موخه په جوړه شوې مشورتي ناسته کې د کابل پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور محمد عثمان بابري، د لوړو زدکړو وزارت علمي مرستیال ښاغلي عبدالتواب بالاکرزي، دولتي چارواکو، د کابل پوهنتون استادانو او محصلینو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه اچوونې اتاق د پالیسۍ او تخنیک مرستیال ښاغلي شفیق الله عطايې ګډون درلود.

د کابل پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور محمد عثمان بابري ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، د ګمارونکو د وړتیا لوړونې او کار موندنې په برخه کې د خصوصي سکتور، اړونده حکومتي او علمي ادارو رول اړین وباله.

ښاغلي عبدالتواب بالاکرزي د کار موندنې په برخه کې د علمي ادارو رول او طرحې اړینې وبللې او د ولایتونو په کچه ددی ډول نوښتونو غوښتونکې شو.

ښاغلي شفیق الله عطايې د ګمارونکو تربیوي مرکز جوړولو په ارزښت باندې د خبرو کولو ترڅنګ، ددی ډول مرکزونو رول د کاروبار او کوچنیو تشبثاتو په وړتیا، سوداګریزو او پانګه ایزو طرحو ته مالي ملاتړ او لازمو آسانتیاوو برابرولو په برخه کې اړین وباله او زیاته يې کړه چې ددی ډول مرکزونو جوړول د محصلینو په فکري وړتیا لوړونې او په هغوی کې د اغیزمنو اقتصادي مفکورو پیداکولو په برخه کې ارزښتمن رول لري.

ښاغلي عطايې وویل "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ددی ډول مرکزونو جوړولو څخه ملاتړ کوي او دا چې د ګمارونکو تربیوي مرکز د لاښه والي په موخه باید د اتاق او ددی مرکز ترمنځ تفاهملیک لاسلیک شي."