د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي ریس او د سوداګرۍ او صنعت وزیر د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د (اعتماد) په نوم لمریزې بریښنا تولید فابریکه پرانسته

د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي نثار احمد فیضي غوریاني، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي ریس ښاغلي توکل احمدیار، د هرات والي سید عبدالوحید قتالي، د اتاق د مدیره هیت سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره هیت مالي ریس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره هیت د نړیوالو اړیکو ریس ښاغلي سید جاوید برهان، د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ریس ښاغلي یونس قاضي زاده، د مدیره هیت غړیو هر یو آذرخش حافظي او خان جان الکوزي، او د اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي، او د خصوصي سکتور او هرات ولایتي اتاق یو شمیر غړو د لیندۍ په ۲۷مه د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د (اعتماد) په نوم لمریزې بریښنا فابریکه پرانسته.

ښاغلي توکل احمدیار وویل "په کور دننه پانګه اچوونه، د خلکو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو تر څنګ د هیواد په اقتصادي لوړتیا کې اړین رول لوبوي."

نوموړي زیاته کړه چې پانګه اچوونکي د دولت ملاتړ ته اړتیا لري او که چیرې دولت ددغه پانګه اچوونکو ملاتړ وکړي، نو په هیواد کې به خلک پانګه اچوونې ته وهڅیږي.

ښاغلي نثار احمد فیضي غوریاني د لمریزې بریښنا تولید یو اړین ګام وباله او د لمریزې بریښنا تولیدوونکو کمپنیو څخه يې وغوښتل چې د افغانستان سولري تولید څخه ګټه پورته کړي.

ښاغلي سید عبدالوحید قتالي د لمریزې بریښنا تولیدونکو فابریکو جوړول د هیواد د بنسټیزو اړتیاو څخه وبلل او د درنو هیوادوالو څخه يې وغوښتل چې د کورنیو تولیداتو څخه ګټه پورته کړي.

د (اعتماد) لمریزې بریښنا شرکت ریس او د هرات ولایتي اتاق د مدیره هیت غړي ښاغلي محمد یونس فقیري وویل "دغه شرکت په کال کې د ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ میګاواټ بریښنا تولید وړتیا لري او په راتلونکي کې يې د زیاتوالي په موخه هڅې روانې دي او په دغه شرکت کې په سلګونه تنو کسان په دوه شیفټونو کې په کار بوخت دي."