د افغانستان په حقوقي نظام کې د سوداګریز منځګړیتوب قرارونو پیژندنه او تطبیق تر عنوان لاندې سیمینار د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق کې په لاره واچول شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګریزو شخړو حل مرکز یو سیمینار (د افغانستان په حقوقي نظام کې د سوداګریز منځګړیتوب قرارونو پیژندنه او تطبیق) تر عنوان لاندې د اتاق د تخنیک او پالیسۍ مرستیال ښاغلي شفیق الله عطايې، د سوداګریزو شخړو حل مرکز سرپرست، یو شمیر حکمونو، قاضیانو، حقوق پوهانو، او د خصوصي سکتور یو شمیر غړیو په ګډون په اتاق کې په لاره واچول شو.

ښاغلي عطايې ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنک زیاته کړه "د افغانستان په عدلي او قضايې ادارو کې د سوداګریزو شخړو حل یوه ستره ستونزه ده؛ دی ستونزې ته د پای ټکي کیښودلو په موخه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د اتاقونو د چارو تنظیم قانون او د اتاق د اساسنامې پر بنسټ د سوداګریزو شخړو حل مرکز تاسیس کړ.

ښاغلي عطايې په تیرو شپږو کلونو کې د خصوصي سکتور لپاره د منځګړیتوب خدمتونو وړاندې کول، د نړیوالو تجربو په نظر کې نیولو سره د منځګړیتوب قرارونو او کړنلارو تدوین کول، د افغانستان په حقوقي نظام کې د سوداګریزو شخړو حل په موخه د منځګړیتوب قرارونو پیژندنه، او د علمي سیمنارونو او عامه پوهاوي په تړاو د برنامو په لاره اچول ددی مرکز د لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.

د ابن سینا پوهنتون د حقوقو پوهنځي ریس او سوداګریز حکم ښاغلي ډاکټر عبدالواحد افضلي وویل "د سوداګریزو شخړو حل مرکز کولې شي چې د سوداګریزو شخړو په له منځه وړلو کې ډیرې آسانتیاوې رامنځته کړي."

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګریزو شخړو حل مرکز سرپرست ریس ښاغلي مهدوي خرد ددی مرکز د خدمتونو په اړه چې د حکمیت، منځګړیتوب، حساب تصفیې، او اهل خبره څخه عبارت دي، مالومات وړاندې کړل.

د سیمینار په اوږدو کې، (د اساسي قانون په رڼا کې د حکمیت صلاحیت) او (د افغانستان په حقوقي نظام کې د حکمیت قرارونو پیژندنه او تطبیق يې) موضوعګانې د اړونده متخصصینو له لورې تشریح شوې.