د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه اچوونې اتاق مشرتابه او د سوداګرۍ او صنعت وزیر د افغانستان او پاکستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ کمیټې په اتمه ناسته کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي نثار احمد فیضي غوریاني تر مشرۍ لاندې د افغانستان او پاکستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ کمیټې (اپتیکا) اتمه غونډه د پاکستان په اسلام آباد ښار کې د اتاق د مدیره هیت لومړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند، د مدیره هیت غړي خان جان الکوزي، د زراعت، اوبو ورکونې او مالدارۍ وزارت، د ګمرکونو عمومي ریاست او د پاکستان په تړاو چارو کې د جمهور ریس باصلاحیته استازیو په ګډون تر سره شوه.

دغه ناسته د افغانستان او پاکستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ تفاهملیک (اپټا) د څیړنې، د ټرانزیټ او سوداګریزو همکاریو، او په دواړو هیوادونو کې د سوداګرو د ګمرکي ستونزو د له منځه وړلو په موخه،   په سوداګریزو او پانګه ایزو چارو کې د پاکستان د اسلامي جمهوریت ستر سلاکار په کوربه توب تر سره شوه.

ددې کمیټې په اوومه ناسته کې چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم د میاشتې په ۲۷مه نیټه په کابل کې ترسره شوه، د افغانستان – پاکستان د ګمرکي مالوماتو تبادلې تفاهملیک د افغانستان د ګمرکونو د عمومي ریاست او د پاکستان د ګمرکونو بورډ غړي په واسطه لاسلیک شو.