د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه او د سوداګرۍ او صنعت وزیر د هیواد له جهادي مشر سره لیدنه وکړه

د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي نثار احمد فیضي غوریاني، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي ریس ښاغلي توکل احمدیار، د اتاق د مدیره هیت سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره هیت مالي ریس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره هیت د نړیوالو اړیکو ریس ښاغلي سید جاوید برهان، د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ریس ښاغلي یونس قاضي زاده، د مدیره هیت غړیو هر یو آذرخش حافظي او خان جان الکوزي، او د اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي د لیندۍ په ۲۸مه د اوبو او انرژۍ پخواني وزیر او جهادي رهبر ښاغلي امیر محمد اسماعیل خان سره لیدنه وکړه.

امیر محمد اسماعیل خان درنو ملمنو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، ښاغلي نثار احمد فیضي غوریاني ته د سوداګرۍ او صنعت وزیر کیدو په تړاو مبارکي وویله. او زیاته یې کړه چې د ښاغلي غوریاني راتګ به د هیواد د سوداګرۍ او پانګه اچوونې د پراختیا سبب شي.

په دغه ناسته کې په مختلفو سوداګریزو موضوعاګانو باندې بحث وشو او ښاغلې امیر محمد اسماعیل خان يې د هرات صنعتي ښارګوټې بنسټ ګر ونوماوه.

د افغانستان د معدن او صنایعو اتاق مشرتابه هم په دغه ناسته کې ګډون درلود.