د عوایدو لوی ریاست معین سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره هیت لومړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند، د مدیره هیت غړيو هر یو خان جان الکوزي، محمد داود یوسفزي، محمد ګردیزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، او د هیواد یو شمیر سوداګرو د پنجشنبه په ورځ د مرغومې په ۴مه د عوایدو لوی ریاست معین ښاغلي مجیب الرحمن شیرزاد سره د لیدنې په ترڅ کې؛ په ګمرکونو کې د سوداګرو د ستونزو او ګډو همکاریو په تړاو خبرې اترې وکړی.

ښاغلي محمد یونس مهمند مجیب الرحمن شیرزاد ته د هغه د نوې دندې په مناسبت د مبارکۍ ویلو تر څنګ؛ د هیواد په ګمرکونو کې د توکو مالیاتي چارو تصفیې په برخه کې د شتو ستونزو یادونه وکړه.

نوموړي هیله څرګنده کړه، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د عوایدو لوی ریاست ګډې همکارۍ په پایله کې به، د حکومت په عواید کې زیاتوالې او اقتصادي لوړتیا رامنځته کیدلو تر څنګ د سوداګرو ستونزو ته د پای ټکې کیښودل شي.

ښاغلي مجیب الرحمن شیرزاد د اتاق مشرتابه پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، د هیواد په ګمرکونو کې د سوداګرو د ستونزو د له منځه وړلو په موخه د خپلې هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.