د اندونیزیا سوداګریز پلاوي سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي ریس ښاغلي توکل احمدیار، د مدیره هیت لومړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند، د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي نثار احمد فیضي غوریاني، د اندونیزیا لپاره د افغانستان سفیر ښاغلي فیض الله ذکي، او د مختلفو اتاقونو ریسانو د اندونیزیا د جمهور ریس له پخواني مرستیال او د اندونیزیا د سوداګریز پلاوي مشر ډاکټر یوسف کلا سره په ارګ کې د لیدنې په ترڅ کې د دواړو هیوادونو سوداګریزو اړیکو پراختیا په اړه خپل نظرونه سره تبادله کړل.

ښاغلي توکل احمدیار د دواړو هیوادونو د سوداګریزو او پانګه اچوونې ښو فرصتونو او د دواړ هیوادونو د ښو سوداګریزو اړیکو په اړه د خبرو کولو تر څنګ، هیله څرګنده کړه چې د اندونیزیا هیواد سره به په راتلونکي کې پراخې سوداګریزې اړیکي ولرو.

ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان او اندونیزیا تر منځ د ښو سوداګریزو اړیکو په اړه د خبرو کولو تر څنګ، د دواړو هیوادونو تر منځ په سوداګرۍ کې د ۳۵ میلیونه امریکايې ډالرو د کموالي یادونه وکړه. ښاغلي مهمند زیاته کړه چې افغانستان د اندونیزیا څخه درمل او روغتیايې توکي واردوي په داسې حال کې چې صادرات يې نوموړي هیواد ته د نشت سره برابر دي. نوموړي د هوايې دهلیزونو له لارې د صادراتو توقف او د افغان سوداګرو لپاره د ویزې اخستنې په برخه کې د لازمو آسانتیاوو نه شتون د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ په وړاندې ستر خنډونه وبلل.

د سوداګرۍ او صنعت وزیر په مختلفو برخو کې د پانګه اچوونې فرصتونو په اړه د خبرو کولو تر څنګ زیاته کړه، چې د افغانستان دولت په دې برخه کې لازمو آسانتیاو برابرولو ته ژمن دی.

د اندونیزیا هیواد ملي سوداګرو هم ددواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ د ښو اړیکو په اړه د خبرو کولو تر څنګ ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې به د پانګه اچوونې او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کوي.