د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي خپله نهمه غونډه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي ریس ښاغلي توکل احمدیار تر ریاست لاندې د مدیره هیت د دریمې دورې نهمه ناسته، د مدیره هیت لومړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند، د مدیره هیت د پانګه اچوونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د دارالانشاء ریس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره هیت مالي ریس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره هیت د نړیوالو اړیکو ریس ښاغلي سید جاوید برهان، د مدیره هیت غړيو هر یو محمد ګردیزي، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، آذرخش حافظي، محمد داود یوسفزي، ذکریا بریالي، سید پرویز سادات هوفیاني، جان آقا صادقي، او احمد شکیب احمدیار، او د اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي په ګډون ترسره شوه.

د مدیره هیت د دارلانشاء ریس ښاغلي خان محمد سرفراز باز د غونډې اجنډا ګډونوالو ته وړاندې کړه او د تاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي خپل کاري راپور او د عامل پلاوي وړاندیزونه مطرح کړل.

د مدیره پلاوي د کاري راپور او وړاندیزونو اوریدلو وروسته، ښاغلي توکل احمدیار په هیواد کې د کاروبار، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سفر هرات ولایت ته او ددی سفر د لاسته راوړنو په اړه د خبرو کولو تر څنګ، د ولایتي اتاقونو د فعالیت د لاښه والي په موخه عامل پلاوي ته لازمې لارښوونې وکړې.

د مدیره هیت لومړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند او د مدیره هیت د پانګه اچوونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي د مرکزي اتاق د مالي او اداري چارو، په هیواد کې د پانګه اچوونې او د ولایتي اتاقونو د چارو د سمون او لاښه والي په برخه کې خبرې وکړی.

د غونډې په پای کې، د عامل او مدیره پلاوو د وړاندیزونو په اړه لازمې پریکړې وشوې.